ناټو : يو وسله وال مو نيولى

عطاالله محمدي | نوومبر 3rd, 2012


لراوبر ته د ناټو ځواکونو له لوري يوه رالېږل سوې خبرپاڼه ليکي چي تېره ورځ ئې په کندهار ولايت کي يولړ عمليات ترسره کړي.
ورځپاڼه ليکي چي ياد عمليات ئې د کندهار ولايت په شمال کي ترسره کړي او په پايله کي ئې يو د وسله والو مشر نيولى.
خبرپاڼي نيول سوى کس په دې تورن بللى چي په ياده ولايت کي ئې ماينونه ځاى پر ځاى کول تر څو ئې په پايله کي افغان او بهرني ځواکونه له منځه يوسي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024