کور / تازه خبرونه / درې تنه پاكستاني پوليس مړه او يو بل ژوبل شو .

درې تنه پاكستاني پوليس مړه او يو بل ژوبل شو .

.كراچۍ ته څېرمه د بلوچستان ايالت په سرحدي ښار حب كې تېره شپه ناوخته د پاكستان د مليشه ځواكونو د ګزمې پر موټرو د نامالومو وسلوالو له خوا ډزې وشوې چې له امله يې درې تنه پاكستاني پوليس مړه او يو بل ټپي شو .


پېښه هغه مهال رامينځته شوه چې د پېښې له ځاى څخه د پاكستان د مليشه ځواكونو كاروان د تېرېدو په حال كي وو . 


په سيمه كې يو تن ځايي پوليس چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي د ټليفون پرليكه وويل چې


په نښته كې درې تنه مليشه پوليس وژل شوي دي او يو تن ټپي دى.


ده وويل


له پېښې ليږ وروسته وسلوال خلك د پېښې له ځاى څخه په تېښته بريالي شول او ټپي شوي پوليس  د كوټې ملكي روغتون ته لېږدول شوي دي.


بله خوا بيا بېورغ بلوڅ چې ځان د بلوڅ ليبريشن ارمي ( بي ايل اې ) په نوم د بلوڅو د يو ملتپال ګوند وياند معرفي كوي د خبرو په وخت د پېښې پړه په غاړه واخيسته او زياته يې كړه چې :


په مړيو شويو كسانو كې د پاكستاني پوليسو يو تن افسر هم شامل دى.


د يادوني وړده چې تېره ورځ هم حب ته نيږدې په ډېره بګټي كې د وسلوالو بلوڅو او پاكستاني پوليسو تر مينځ نښته سوي وه چې كوم ځاني زيان يې نه درلود .