په بونير کې ځانمرگي بريد شوى
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
پېښور:دخيبرپښتونخوا په بونير کې د ځانمرگي بريد له امله دسيمې دامن لښکر ديو مشر فاتح خان په گډون ٦ کسان وژل شوي او گڼ شمير ټپيان دي .د رسنيوپه خبره دطالبانو دمخالف امن لښکر د مشر فاتح خان موټر چې کله په ډگرسيمه کې دامن لښکر دفتر ته نزدې ورسيدو نو دغلته په موټر سائيکل سور يو ځانمرگى هغه ته نزدې ورغلو او په ځان پسې تړلي چاوديدونکي مواد يې وچول.چاؤدنه کې دفاتح خان په گډون ٦ کسان وژل شوي او گڼ شمير ټپيان دي وژل شوؤ کې دفاتح خان درې ساتونکي او دوه لاروي شامل دي. د پاکستاني طالبانو ویندوی احسان الله احسان نن رسنیو ته وویل چې په بونیر سیمه کې ېې د یوه موټر سایکل بم په مټ د طالبانو ضد سولې کمیټې مشر فاتح خان او د هغه شپږ ملګري وژلي دي . فاتح خان د پاکستان په شمال لودیځ کې یو لوی سوداګر ؤ چې د طالبانو په وړاندې ېې د مقاومت د یوې ډلې په جوړولو سره د هغوی په وړاندې فعالیت کاوه . ځايي رسنیو فاتح خان د طالبانو ضد د یوې کمیټې مشر او په خیبر پښتونخوا کې د ملي عوامي ګوند یو چارواکى بللئ دى