کور / شعر / پښتنه ښځه

پښتنه ښځه

پښتو نه ده په نکريزو او بنګړيو
يا په تورو شنو او سپينو چادريو
زما پښتو زما په ژپه او په خوله ده
لګه رنګ په رنګ چي غاړي دمرغيو
زه يم ښځه پښتنه په جګړو ستړې
دجهان ښځي دي ستړي په مستيو
ددنيا ښځي قدم ږدي په سپوږمی کي
زه دعوې وهم په پوله دپټيو
نور نوټ بوک لري حاجت ئې ياد ته نسته
زه نښه کړم په پېڅکو دټکريو
دوی پې سې لري حاجت ئې ياد ته نسته
زه ئې وشمېرم په ګوتو اومريو
دوی خبري دټاور او دلپټاپ کا
ما نه ئې پټ کړل زما قلم کتاب پرديو
که مي لږ قدم بهر له دروازې کا
کله ورور را غوسه کا کله تير خورم دپرديو
داپېړۍ پېړۍ کلونه هر څه تېر سي
کله مړه شمه په توره کله خرڅه په بديو
دنړی ښځي سياست کي مخ په وړاندي
زه په هيڅ باندي سوری سم په ګوليو
دوی ياهو او په يوټيوب کي دي مشغولي
زه يم ډوبه تسبحو کي دلرګيو
داټم الفا بېټا ګاما په خاموشي دي
زه اميل کړم زېړی دزرداليو
دغوايو، پسو دغوښو جوړول دي
زه پوه نشوم په رنګه اوبو په مېنځ کي دهګيو
په اخر خبره لنډه دارښيا ده
انسان نه ځي مخ په وړاندي په کاليو