ملاله یوسفزۍ د نوبل جایزې ته کاندید کیږی

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 9th, 2012


رویټر په خپل تازه راپور کی وایی چی نن د انګلستان په مرکز لندن کی په لسګونو زره پاکساني الاصله برتانوۍ ښځو د صدراعظم ډیویډ کېمرون څخه وغوښته چی ملاله یوسفزۍ د سولی لپاره د نوبل جایزې ته ونوموي .
د دغو ښځو مشره شاهده چودهری وایی چی ملاله نه یوازی د ځان او یوې نجلۍ نمایندګی کوی بلکی هغه د زرګونو هغو نجونو او ښځو استاځیتوب لری چی د تعلیم څخه بې برخي سوي دي .
هغوی د دې جایزې لپاره یوه ویب پاڼه هم خلاصه کړې ده او د خلکو څخه غواړی چی خپل نومونه پکښی ولیکی . رویټر زیاتوی چی کټ مټ کمپاین په کاناډا ، فرانسه او هسپانیه کی هم راپیل سوی دی چی یو نړیوال بهیر کېدونکی دی .
خبر زیاتوی چی هغوی خپله دا نړیواله مبارزه همدا نن پیل کړه چی د ملالی د ویشتلو یوه میاشت پوره سوه .
خو د نوبل جایزې د کومیټې اصول دا دي چی اړونده کاندید به د حکومتونو یا پارلمانونو لخوا ورمعرفی کیږی .
اوس د نوم ثبتولو دا بهیر راپیل سو او ښایی په سل ګونو زره کسان د هغې لپاره د نوبل جایزې د اخیستلو په خاطر خپل نومونه ولیکی .

Copyright Larawbar 2007-2024