دوه بهرني پوځیان له منځه لاړل

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 9th, 2012


اسوشیټیډ پریس د ناټو په حواله خبر ورکوی چی نن په افغانستان کی د جلا جلا پیښو په ترڅ کی دوه خارجی پوځیان له منځه لاړل . لومړنی طالبانو په ختیځ کی وویشت او دوهم په جنوب کی د غیر جنګی فعالیتونو له امله مړ سو خو واضح یې نکړه چی څه ورپیښه سوه .
اسوشیټیډ پریس وایی چی اوس په افغانستان کی د هوا د سړوالي او یخني له امله پر بهرنیو پوځیانو حملې لږ سوي دي خو طالبان د دې سره سره بیا هم خپلو حملو ته دوام ورکوی .
اسوشیټیډ پریس زیاتوی چی په روان کال کی د بهرنیو پوځیانو تلفات ۳۷۱ ته رسېدلی دي .

Copyright Larawbar 2007-2024