کور / شعر / واخــــا ن

واخــــا ن

پـــام مي کــــله جګوغــروته دواخـان شي

راپه زړه مي شنه باغــــونه ګـــلستان شي

د پنج ده ښکــلا تــــه کـــله کـــله ګــــورم

را پیاد مي خــپل افـــــغان افغانسـتـان شي

څـــومره ستره بې غـــوري ورسره شوې

چي له خـــــاوري موجلا بـــلوچستان شي

لا یـې ویـــني د زخـــمونــو وچي نـــه دي

په مغزو کي د دښمن جـوړ یاغــستان شي

د خیـــبرد شنو درو واکدار بــه څوک وي

که غفلت وي قیاص کـــړه پـــنجابستان شي

خدایه داسي ورځ خــو مـــه رابانــدي وینې

ورک افـــغان نوم د پښتون پښتــونستان شي

پښتــــنو چیـغي مو پورته د وروري کـــړی

غلیم غواړي چي افغان هـــم کوردستان شي

د تــــاریخ جـــبر تـــه ګـــوره امــانـــزیـــه

عــــصربل نوی ښکیلاک د انګلستان شــي

۰۲نومبر۲۰۱۲