پنجوايي پسله پنځه کلن ځنډه چاپ سوه

د لراوبر اداره | نوومبر 9th, 2012


په کندهار کي د پنجوايي په نوم د مجلې مهالنۍ ګڼه د پنځه کلني ځنډ وروسته په دوهم ځل چاپ سوه.
پنجوايي د کندهار ولايت يوه مشهوره ، سمسوره او تاريخي ولسوالي ده ، چي د ميوند ، ارغنداب او ژړۍ ولسواليو سهيل ته او د کندهار ښار لوېديځ لوري ته په ٢٥ کېلو مترۍ کي پرته ده.
د پنجوايي څخه خپرېدونکي لومړنۍ مجله د تکړه ليکوال او شاعر خليل احمد څارن په مسوليت او د قدرت لېوال د مرستيالي تر چتر لاندي په ٥٦ مخونو کي چاپ سوې ده.
په دې خپلواکي ، کلتوري او ټولنيزي مهالنۍ خپرونه کي بېلا بېلي ليکني ، شعرونه ، تاريخي ، روغتيايي او نور په زړه پوري معلومات را غونډ سوي دي.
ددې مجلې چلوونکي وايي، چي د مالي امکانات د نشتون له امله يې پنځه کاله ځنډ وکړ.
ددوئ په وينا ، چي اوس ورسره يو شمېر سوداګريز شرکتونو د مرستي ټټر ټکولې او په مرسته يې دوهمه ګڼه چاپ کړه.
د يادوني وړده ، چي څه موده وړاندي په کندهار کي د چاپ رسنيو په ځانګړي ډول د مجلو چاپ خورا زور اخيستى و، خو په ولسواليو کي دا ډول نوښت په لومړي ځل د پنجوايي ادب پالو وکړ.

Copyright Larawbar 2007-2024