هلمند: پوليسو۶۰۰ كيلوگرامه نيشه يي توكي نيولي

59 | نوومبر 10th, 2012


دهلمند ولایت مطبوعاتي اداره لراوبرته پاڼی ته په یوه بریښنایی رالیږلي خبرکی وایی چي له نيشه يي توكی سره د مبارزې پوليسودجمعې په ورځ د لس نيموبجوپه شاوخواكې دگرمسيرولسوالى دريگ په سيمه كې ۵۳۰ كيلوگرامه وچ تارياك او۴۲ كيلوگرامه هيرويين د تيلوله يوه ټانكرڅخه چې په مهارت يې ځاى پرځاى كړي وو ترلاسه كړي دي.
قاچاق وړونکو یادشوی تاریاک له پاکستان سره دګډی پولي بهرامچي سیمه ته لیږدول چي په تړاویی دوه تورن کسان نیول سوی او دامهال تر پوښتونواوپلټنو لاندی دی . سرچینه وایی چي ددي نه یوه ورځ مخکي هم پولیسودمار جی او خانشین تر منځ دسرحدی پولیسو لخواد تلاشي پر مهال یومازدا موټر چي ۵۰۰ کیلو ګرامه نیشه يئ توکي پکښي وه ددریو کسانوسره یو ځای نیولې دي.

Copyright Larawbar 2007-2024