کور / شعر / که زه شاعر وای

که زه شاعر وای

منی

که زه شاعر وای
ما یوشعر جوړاوه
یو نوی نظم د ښکلا دپاره
هم د معنا دپاره
ما به ستايلی وای د مني جمال
دستر نقاش دلاس دا ښکلی کمال
چي له یوه طلايي رنګه څخه
بېشمېره رنګارنګ رنګونه جوړکړي
٫٫ له هري پاني څخه بېلابېل ګلونه جوړ کړي۱٬٬
او بیا د زرو بارانونه جوړ کړي

که زه شاعر وای
ما د شعر په ژبه
ویله خلګو لږڅه فکر وړکړیء
خزان مه بولی وروستۍ پاڼه دژوندون د ديوان
د نامېندۍ تريخ داستان

منی په اصل کي د ژوند دکتاب بل فصل دﺉ
منی د ځان سره درسونه راوړي
دا د خلقت تابلو انسان ته پيغامونه راوړي
نصیحتونه راوړي
دغه زړې او دغه وچي پاڼي
تروتازه نوي فکرونه راوړي

که زه شاعر وای
ما د مني هغه راز پاشلی
چي اورېدلی مي له پاڼو څه دﺉ
له هغو په ڼو څخه
چي و شاعر ته د فنا نخښه ده
د نامېندۍ او د ژړا نخښه ده

خو همدا وچي او بېځانه پاڼي
منی د پاڼو د تاریخ
یو زرين فصل بولي
خزان د ژوند اصلي دوران بولي
د بلواکۍ له اوږده حبس څخه نور
خوشي خپل ځان بولي
د خپلواکۍ اوپختګۍ دغه په خارو کي
لوېدلي څو محدودي شېبې
د غلامۍ پر ښاخ تړلي تر قرنو خوښوي

ځکه خو داسي په خندا په نڅا
مځکي ته راسي او بيا
خپل هوسونه کوي
او هم وياړونه کوي
ولي چي اوس يې آزادي اخیستې
او له ښاخلو يې خپلواکي اخيستې

نور شجرې دوی بیلولای نه سي
را پارولای نه سې
دوی د اصيلو او د کم اصلو کيسې ورکي کړلې
دتعصب او د تبعيض ريښې یې وچي کړلې
نن د ګلاب اود مڼې بلګونه
د نورو غټو – وړو پاڼو سره
یو پر يوه ګام په ټوپو
د طبيعت و ساز ته
مست اتڼونه کوي
او نېکمرغي په آزادي کي ويني
په ورورولي کې ۲ويني

Albert Camus 1
“Autumn is a second spring when every leaf is a flower”
۲- کي يې

عبدالناصر ریشاء
۱۰مه د نومبر ۲۰۱۲
والنګټن