هیلاري کلینټن غواړي د نومبرتر پایه خپله دنده پریږدي
59
دروسي دولتي تلویزیون اودکرملین لوړپوړوچارواکوخبرورکړی ،چي دامریکا دبهرنیوچارو وزیره هیلاری کلینټن غواړي په نږدی ورځوکي خپله داستعفا پاڼه ولسمشر بارک اوباماته وړاندی کړی. داسی ګونګوسي شته چي دهیلاری کلینټن ځای ناستي به دامریکا دسنا مجلس دبهرنیواړیکومشر (جان کیری ) اویا په ملګروملتونوکي دامریکا ځانګړی استازې (مېرمن سوزان رايس) وټاکل شي. دغه سرچینه زیاتوی چي هیلاری کلينټن په خپله ویلي چی دد ي میاشتي تراخره به خپله دنده خوشي کړی. هیلاری کلینټن دغه څرګندوني د واشنګتن پوسټ ورځ پاڼی سره هغه وخت په ډاګه کړې چي اولسمشر بارک اوباما لاددوهم ځل لپاره نه وو ټاکل شوی او د ولسمشری دټاکلو کمپاین لاروان وو. هغي ویلي چي تر اوسه پوری یی د بارک اوباما سره په دی هکله خبری نه دی کړی او نه پو هیږی چي دهغه دریځ به څه شی وي.هیلاری وایی چي غواړی دکورنۍ دغړو اودکورنۍ ژوند سره د زیات وخت د تیرولوجوګه شي.