بدخشان:دسيمي خلکو د طالبانو ملاتړ ته راودانګل
پرون ورځ دبدخشان ولايت دجرم ولسوالۍ په مربوطه سيمه کې دپوليسو او عسکرو لخوا یوتن طالب ژوندی ونیول شو د ذبيح الله مجاهد په وينا نيول سوی طالب وروسته په ډيرظالمه شکل ووژل سو او جسد يې اوبوته واچول شو .
طالب وياند ذبيح الله مجاد وايي ددولتي کسانو دغه ظالمانه کړنه ددې باعث شوه چې ديادې ولسوالۍ خلک يې پر ضد د وژل سوي طالب په ملاتړ سرتاسري پاڅون وکړي.
نوموړئ وايي دخلکو ددغې بې دريغې همکاۍ او ملا تړ په نتيجه کې نن ورځ د يادې ولسوالۍ شاوخوا ټول کلي او سېمې ددولت له وجود څخه پاکې شوې او په ټوله سيمه کې د طالبانو بيرغ درول سوئ دی ، طالبان ادعا کوي چي په ياده سيمه کي يې اوس شمېر تر ۵۰ کسانو اوښتی او د سيمي د خلکو د مالي همکارۍ څخه هم برخمن سويدي .
د کورنيو چارو وزارت تر اوسه دطالبانو ددغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي .