کوټۀ: د هدفي وژنو په ضد مظاهره وشوه

رفيع الله مندوخېل | نوومبر 12th, 2012


هزاره ډيموکراتيک ګوند د کوټې د مطبوعاتي مرکز مخ ته د هدفي وژنو په تېره بيا د هزاره وګړيو د وژنې په ضد احتجاجي مظاهره وکړه، چې په کې د هزاره قبيلې په لسګونه ځوانانو ګډون درلود. په مظاهره کې شريک ځوانانو هدفي وژنې وغندلې او د ايالتي حکومت پر ضد يې شعارونه ورکړه.
ياد احتجاج وروسته له هغه وسو کله چې په تېرو دوو ورځو کې د وسله والو له خوا په درېو جلاجلا پېښو کې پنځه تنه هزاره توکمه شعيه مسلمانان ووژل سول.




په مظاهره کې شريک د هزاره ډيموکراتيک ګوند مرستيال مشر مرزاحسېن هزاره  وويل چې تر اوسه په هدفي وژنو کې دهزاره قبيلې په سلګونه وګړي د وسله والو له خوا وژل سوي دي. خو ايالتي حکومت تر اوسه د هدفي وژنو په مخنيوي او د هزاره ګانو د ژوند په ږغورلو کې په بشپړه توګه ناکامه سوى دى.
مظاهرې ته د وينا پر مهال د ګوند يو بل مشر  بوستان علي هزاره وويل چې په کوټه کې په هدفي او فرقه يزه وژنو کې استخباراتي ادارې لاس لري. په ښار کې په رڼا ورځ بې ګنا ولسي وګړي د هدفي وژونکو له لاسه وژل کېږي، خو پوليس او ملېشه ځواکونه تر اوسه د هدفي وژونکو په نيولو کې نه دي بريالي سوي. نوموړي له مرکزي او ايالتي حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د فرقه يزو وژنو د مخنيوي په لړ کي دي جدي ګامونه واخلي.
 د يادونې وړ ده، چې د پاکستان له شاوخوا ۱۸۰ میلیون وګړيو څخه په سلو کې شاوخوا۸۰ یې سني مذهبي تشکيلوي، چې شيعه ګان پکې لږکي بلل کېږي .


http://www.facebook.com/rafiullah.mandokhail

Copyright Larawbar 2007-2024