تره کى: طالبان پر خپله خاوره د ژوند کولو حق لري

د لراوبر اداره | نوومبر 12th, 2012


دبریتانیا په پلازمېنه لندن کې جوړي شوې یوې غونډي کې په کلکه په افغانستان کې وسله وال طالبان د مقاومت په نوم یاد شول او هغوی ته د نړۍ وال زبر ځواک په وړاندي‌ د هیواد او خاوري‌ د دفاع په ترازو کې لويه ونډه ورکړل شوه. دا غونډه په لندن کې دافغان ډاکترانو (اې ایم آې ) ټولنې له لوري‌ د حقوق پوه او سیاسي‌چارو شننونکي ډاکټر روستار تره کي د ستاینې په موخه جوړه سوې وه.
ډاکټر روستار تره کی چې د دې غونډي مهم مېلمه وو وايي چې طالبان جګړې ته درول شوي دي‌، هغوی ته د ځمکي پر سر د ژوند کولو حق نه ورکول کېږي او سپوږمۍ او مریخ ته د ختلو لپاره لار نلري.
نوموړی وايي چې طالبان سولي، او آن تر دې چې ټاکنو ته هم تیار دي، خو په هغه صورت کې چې د ولس د استازو څخه یو بې پرې انتقالي حکومت جوړ شي‌ او وسله والي ناقانونه ډلي له واکه وغورځول شي‌. .
روستار ترکي هم دا راز په اوسنیو شرایطو کې د ځینو کړیو له لوري د ډیورڼد د کرښي پر سر سیاسي سودا ګري په کلکو ټکو محکومه کړه او وې ویل چې هیڅوک حق نه لري چې د افغانسان د اشغال په صورت کې د ډیورنډ پر کرښه خبري وکړي. نوموړی وايي چې نړۍ افغانستان اشغال کړی او د دغه هیواد له اشغاله خلاصون ته سیاسي‌ هڅو ته اړتیا ده.
د غونډي ویندويي ولي‌عبدالله کوله چې د بي بي سي‌پخوانی همکار وو ، یو بل څېړونکي او ژورنالیست ښاغلي هلالي د استاد تره کي پر شخصیت رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې نوموړی د افغانستان د ګټو ساتونکی او تل یې په دغه لاره کې قربانیاني ورکړي دي‌..
غونډي ته لیکوالان، ژورنالیستان، قومي او سیاسي مشران، ډاکټران او دودیزه شخصیتونه رابلل شوي وو.
د غونډي کوربه ډاکټر قسیم ابراهیمي وو او دغه غونډه د سیاسي سوالونو او جوابونو په کولو سره پای ته ورسېده .

Copyright Larawbar 2007-2024