کور / کنړ : يو ځانمرګي ترهدف مخکي ووژل سو

کنړ : يو ځانمرګي ترهدف مخکي ووژل سو

د کنړ ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي ئې يو ځانمرګى بريد کوونکى مخکي تر دې چي خپل هدف ته ورسېږي وژلى.
چارواکي وايي چي ياد ځانمرګى بريد نن سهار شاوخوا اته بجې د پوليسو له خوا ووژل سو.
چارواکي زياتوي چي ځانمرګى غوښتل چي د دې ولايت د امنيې قوماندانۍ اړوند د مبارزې پر مدير بريد وکړى خو نوموى مخکي تر دې چي هدف ته ورسېږي د پوليسو له لوري له منځه تللى.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.