کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان و ښځو ته د خپلو انساني حقونو د غوښتلو ږغ

د افغانستان و ښځو ته د خپلو انساني حقونو د غوښتلو ږغ

د ښځو حقوق په ټوله نړی کي هره ورځ پايماله کيږي،خو د افغانستان د ښځو حقوق نه يوازي دا چي نه ورکول کيږي، بلکي زموږ زياتي ښځي تر اوسه پوري لا هم د خپلو انساني او اسلامي حقونو څخه خبري نه دي، چي دې حالت زموږ په هيواد کي د ښځو په وړاندي يو غټ ناورين را منځ ته کړی دئ. د دوی سره د خپلو ږغونو د شريکولو او دوی ته د خپلو انساني او اسلامي حقونو د غوښتلو په اړه د سويډن د مالمو په ښار کي د افغاني کلتوري ټولني په نوښت، د روان کال د نوامبر د مياشتي پر څليرويشتمه نېټه د بحث کولو يوه آزاده غونډه جوړيږي. ددې ښار ټولو محترمو مېرمنو او د شاوخوا ګاونډي هيوادونو ټولو اوسېدونکو محترمو ميرمنو ته بلنه ورکول کيږي، چي زموږ سره په دې غونډه کي برخه واخلي، او هم کولای سئ، چي ددې ږغ د لا پراخولو او غښتلي کولو له پاره خپلي مقالې، پيغامونه او وړانديزونه موږ ته پر دې پته را ولېږ ئ، gulli.kakar@hotmail.com ) ( او يا زموږ سره په دې نومرو اړيکي و نيسئ.

د مالمو د افغاني ټولني د مشرتابه غړي او هم په اروپا کي د افغاني ښځو د ټولني غړي :
غوټی کاکړ 0046720255740
شهلا بريالی 0046700195113
پته : د کروکسبېک د ښونځی د معلوماتو سالون
وخت :د نوامبر د مياشتي ۲۴ ، د مازيګر د ۶ بجو څخه د شپې تر ۱۰ بجو پوري.

په مالمو کي د افغاني کلتوري ټولني رئيسه هيئت