کور / تازه خبرونه / خوست:دولت دوروستۍ پېښي دقربانيانو سره مرسته وکړه

خوست:دولت دوروستۍ پېښي دقربانيانو سره مرسته وکړه

دعقرب دمياشتې په ٢٣مه نېټه دخوست ولايت مقام دغونډو په تالارکې د ځانګړو مراسموپه ترڅ کې د ولسمشر کرزي دځانګړې لورينې په اساس د٩٩کود څخه دبېلابېلو پېښو اوبريدونو دشهيدانو او زخميانو د٧٥کورنيو سره دڅلورميليونو اوڅلورو لکو افغانيو نغدي مرسته وشوه
دخوست ولايت مرستيال ښاغلي عبدالواحدپټان په صبريو اويعقوبيو ولسوالۍ کې دوروستۍ هغه پېښې يادونه هم وکړه کوم چې ددښمن لخوا دسرک پرسردځاى پرځاى شوي ماين دچادونې په نتيجه کې ديوې کورنۍ شپږغړي شهيدان شول ،دنوموړي په خبره چې په هغه شهيدانو کې يونوى زيږيدلى ماشوم هم شامل وو ،ښاغلي پټان وويل چې ددې خاورې او ولس دښمن دومره وحشي اوظالم دى چې په ماينونو اوتروريستي بريدونوسره ماشومان او معصوم بې ګناه وګړي له منځ څخه وړي ،ده په دې رابطه دژورې خواشينۍ مراتب دنوموړې پېښې دشهيدانو کورنيو ،خپلوانو اودخوست شريفو ولسونو ته وړاندې کړل ،له ټولو ولسونويې غوښتنه وکړه چې ددغه ډول وحشيانه بريدونو د مخنيوي لپاره خپل اطلاعات دامنيتي ځواکونوسره شريک کړي.

په دې اړه جوړ سوو مراسمو ته يوتن دشهيدانو اوزخميانو دکورنيو په استازيتوب خبرې وکړې ،له دولت اوخوست ولايتي ادارې يې مننه وکړه .

دخوست ولايت مرستيال ښاغلي عبدالواحدپټان لخوا د٢٧شهيدانو او ٤٥زخميانو دکورنيوسره نغدي مرسته وشوه ،چې دهرشهيد کورنۍ ته يولکه افغانۍ اودهرزخمي کورنۍ ته ٥٠٠٠٠٠افغانۍ ورکړل شوې ،مراسم په هېواد کې دشهيدانو ته دفردوس جنت اوزخميانو ته دعاجلې روغتياپه غوښتنې سره پاى ته ورسيدل.