کور / تازه خبرونه / دکورنیو چارو وزیردحکیم شجاعي دنیولو امرورکړی

دکورنیو چارو وزیردحکیم شجاعي دنیولو امرورکړی

په افغانستان کي دافغاني تلویزیونواورسنیو په حواله ،دافغانستان دکورنیو چارو وزیرمجتبی پتنګ نن په کابل کي رسنیوته وویل،چې پولیسوته یې امرکړی ترڅودمحلي قومندان عبدالحکیم شجاعي دنیولوپه لټه کي شی.دي کار ته دکورنیوچارو وزارت دامنیتي چارواکو هغه وخت ورپام سو ، چې دیوه غیر مسئوله وسله وال قومندان عبدالحکیم شجاعي له ظلمونه څخه پرله پسې شکایتونه دروزګان ولایت دخلکو لخواه دولسی جرګی غړو او ددولت نورو لوړپوړوچارواکوته ورسول، دکورنیو چارو وزارت سمدستي پولیسو ته دنده وسپارله چي ددغه ظالم قومندان د نیولو حکم ورکړی.
د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبی پتنګ نن دسې شنبې په ورځ د ولسي جرګې د شکایتونو داوریدوکمیسیون په غونډه کې وویل، چې ډیر ژر به دارزګان ولایت هغه سیمې تصفیه شي، چې شجاعي په کې فعالیت کوي.مجتبی پتنګ وکیلانو ته ډاډ ورکړ،چې شجاعي به په نږدې راتلونکې کې ونیول شي اود قانون منګولو ته به وسپارل
شي .دارزګان خلک ادعا کوي چې عبدالحکیم شجاعي دیوې اویاکسیزې وسله والې ډلې قومندان دی اوتراوسه یې په غزني،زابل او ارزګان ولایتونوکې یی ۱۲۱ بې ګناه کسان وژلي دي.
د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ لسګونه اوسیدونکي د شجاعي له ظلمونو څخه په تنګ شوي اود شکایتونو لپاره له څو ورځو را په دې خوا کابل ته راغلي دي.
دارزګان ولایت خلکو په وارو وارو دشجاعي دظلمونه له لاسه دولت ته شکایت کړیدي ، ولي کوم چاورته ښه غوږ نه دی نیولي. نن ورځ دوو تنو سپین ږیرو چې د شجاعي په لاس دوژل شویو کسانوانځورونه یې له ځانه سره راوړي وو،دتلویزیوني کامرومخکي یی دکورنیو چارو وزیر ته په خطاب کې داسې وویل:
له دې وړاندې هم دکورنیو چارو وزارت د محلي پولیسو مشر علي شاه احمدزي ویلي وو چې ده خپله یوځل عبدالحکیم شجاعي نیولی دی،خو دکوم لوړ پوړی چارواکي په سپارښتنه یې بیرته خوشې شوی دی.
ښاغلي احمدزي وویل، معلومه نه ده چې شجاعي دچا په سپارښتنه بیرته خوشې شوی، خو له دې وړاندې د ولسي جرګې د شکایتونو د اوریدو کمیسیون مشر عبیدالله بارکزي ویلي چې شجاعي د ولسمشر د دویم مرستیال په سپارښتنه خوشې شوی دی.کیم شجاعي د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې د ارزګانیانو په خبره دامهال په ارزګان کې اووه امنیتي پوستې لري.
د ښاغلي شجاعي قضيه څلورمياشتي دمخه هغه مهال پورته شوه چې سيمه ييزو خلکو ادعا وکړه چې د طالبانو له لوري د شجاعي د يوه وسله وال کس د وژل کېدو په ټس کې قومندان شجاعي د خاص ارزگان ١٦ کليوال بیګناه کسان ووژل.له پيښې وروسته ښاغلى شجاعي زنداني شوخو ويل کېږي چې د يوه لوړ پوړي افغان حکومتي چارواکي په مرسته له زندانه بېرته خوشي شو.
د خلکو پر وژنې اودخلکو دکورونو پر ورانولو سربيره پر ښاغلي شجاعي باندی دا تورهم پوري شوى چې پر اوو ميرمنو يې جنسي تېرى کړى دى.د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو په کمیسیون کې ژمنه وکړه چې حکیم شجاعي به ډېر ژر د قانون منګولو ته وسپاري.
پتنګ وویل ،شجاعي د پولیسو نه افسر او نه عسکر دی او نه د پولیسو له خوا ورته معاش ورکول کېږي. او په څرګنده وایم چې دا یو غیر مسوله کس دی چې دغه ناخوالې یې رامنځ ته کړيدی . ما یې د نیولو امر ورکړی دی. دی که په هر چا پورې اړه لري که خارجي او که داخلي وي او که چارواکي وي، زه به تاسې ته د کورنیو چارو وزارت په توګه دا ډاډ درکوم چې زه د دې پروا نه لرم چې څوک چا پسې ولاړ دی، که په هر ځای کې وي زه به دى نيسم.
د ارزگان ځينو اوسېدونکو چارواکو ته شکايت لارۀ : “که دومره بې کفایته او بې طاقته یاست چې یو نفر نه شئ نیولی نو سبا که دا خارجیان ووځي بیا به يې څنګه نیسئ.”
دولسی جرګي د شکایاتو کمیسیون دکورنیو چارو وزارت ته یوه اووني وخت ور کړی دی چي د شجاعی دنیولو چاری ګړندی کړی.