کور / تازه خبرونه / په امريکايي بېس کي چاودني يو امريکايي وواژه

په امريکايي بېس کي چاودني يو امريکايي وواژه

د کندهار د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي وايي چي تيره ورځ ماښام مهال د پنجوايي ولسوالي دزنګي اباد په سيمه كي د بهرنيو ځواكونو په بيس كي د وسلو په زير يمتون كي هغه وخت چاودنه رامنځ ته سوه كله چي بهرنيو ځواكونو د عملياتو لپاره وسلي انتقالولي .

د پنجوايي ولسوال په خبره په پوځي اډه کي دننه د پرله پسي چاودنو په پايله كي يو تن امريكايي سرتيري وژل سوي او بل چاته زيان ندي اوښتي .

ايساف ځواکونو هم د هيواد په سهيل كي د خپل يوه سرتيري د وژل كيدو خبر وركړي خو د خپلي پاليسي له مخي يي د وژل سوي سرتيري هويت نه دي په ډاګه كړي .

که څه هم ايساف ددغي چاوني علت نه دی روښانه کړئ خو پخوا په ځينو نورو سيمو کي داسي چاودني د وسلو پر زېرمتون د راکټي بريد په نتيجه کي هم رامنځته سويدي .