کور / تازه خبرونه / د سولې د عالي شورا ګډه اعلامیه خپره شوه.

د سولې د عالي شورا ګډه اعلامیه خپره شوه.

اسلام اباد :له پاکستاني لوړ پوړو مشرانو سره د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي تر درې ورځنیو خبرو اترو وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره شوه.په اعلامیه کي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې راغلي؛ افغان لوري په هېواد کې د سولې او پخلاینې بهیر په ګوته کړ او له پاکستاني لوري یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپله ونډه ولوبوي.پاکستان په دې برخه کې د افغانستان له هڅو او د اوږدې سولې د راوستلو له لارنقشې او نظره ملاتړ وکړ.دواړو خواوو له طالبانو او نورو وسله والو ډلو وغوښتل چې د افغانستان حکومت په مشرۍ او د دوی په کوربه توب د پخلاینې په بهیر کې ورګډ شي.د سولې او پخلاینې د بهیر د ملاتړ لپاره، د افغانستان د حکومت او د سولې د عالي شورا د کمیسیون په غوښتنه په پاکستان کې ځينې طالب بندیان خوشي شول.د افغانستان، پاکستان او متحدو ایالتونو په ګډون ټول ښکېل هیوادونه به د پخولاینې بهیر کې د ګډون لپاره ټولو مرکچیانو ته د خوندي سفر امکانات برابر کړي.افغانستان او پاکستان به د ملګرو ملتونو له تور لسته د هغو طالبانو او نورو ډلو د غړو د نومونو په ایستلو کې له نړیوالو ملګرو سره په ګډه هلې ځلې وکړي چې په سوله ایزو خبرو اترو کې ګډون کوي.دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د عالمانو کنفرانس چې د افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو دیني عالمان پکې وي، راوبولي.دا کنفرانس به په افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان او یا بل اسلامي هېواد کې جوړېږي.د افغانستان ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي دې ته هیلمنه ده چې دا به د سولې په لاره کې ګټور وګرځي ځکه د نوموړې په ګومان پاکستان سولې ته د طالبانو په راماتولو کې مهمه ونډه لرلی شي.”فکر کوم د پاکستان له ونډې پرته په افغانستان کې سوله پایلې نه شي لرلی، ځکه موږ پوهېږو طالبان پاکستان رامنځ ته کړي، ملاتړ یې کړی او اوس یې هم په یو ډول ملا تړي. “زما په فکر د افغانستان د مسالې کنټرول اسانه نه دی؛ ځکه چې د کړکېچ لمن تر کراچۍ او لاهوره رسېدلې ده دوی په خپله پدې ستونزه اخته دي.”عبدالسلام راکټي وايي نو د سولې په رامنځ ته کېدو کې د پاکستان ونډه مهمه ده”خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یو چارواکی ملاعبدالسلام راکټي بیا د غو خبرو اترو ته دومره هیلمن نه دی، دی وایی د افغان مسالې حل پيچلی دی:” زما په فکر د افغانستان د مسالې کنټرول اسانه نه دی؛ ځکه چې د کړکېچ لمن تر کراچۍ او لاهوره رسېدلې ده دوی په خپله پدې ستونزه اخته دي.دوی دا توان هم نه لري چې د کوټې او پېښور شورا سولې ته را ماتې کړي”د افغانستان د سولې عالي شوری او د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات پرېکړه کړې چې په را تلونکي کې هم دې ته ورته کتنې ولري او خپلو ګډو هلو ځلو ته دوام ورکړي. په اعلاميه کې راغلي، چې ددې ليدنو پر مهال پاکستاني لوري د سولې د عالي شورا پلاوي ته د هغو هلو ځلو په اړه معلومات ورکړل، چې پاکستان دافغان سولې او پخلاينې په برخه کې يې ترسره کوي .دغه راز اعلاميه زياتوي ، چې دسولې شورا پلاوي ته په دې برخه کې د پاکستان د مهم رول په اړه معلومات ورکړل شوي او زياته شوې، چې پاکستان د افغانستان دسولې له پروسې څخه ملاتړ کوي.په اعلاميه کې راغلي، چې دواړو لوريو له وسلوالو طالبانو او نورو وسلوالو ډلو څخه غوښتنه کړې، چې دافغانانو په مشرۍ پيل شوې د سولې په پروسه کې برخه واخلي، څو په افغانستان کې روان تاوتريخوالى پاى ته ورسيږي .سرچينې زياته کړې ، چې دافغانستان دسولې د عالي شورا په غوښتنه پاکستان يو شمېر طالبان بنديان خوشې کوي.همدارنګه په اعلاميه کې دا هم راغلي، چې د موضوع اړونده هېوادونه پاکستان، افغانستان او د امريکا متحده ايالات دې په خبرو اترو کې ګډون وکړي او دسولې پروسې د پرمختګ لپاره دې وسلوالو طالبانو ته خوندي لاره برابره کړي.د اعلاميه د معلوماتو په اساس، چې پاکستان او افغانستان به له خپلو نړيوالو همکارانو سره په ګډه هڅه کوي، چې د هغو طالبانو او نورو وسلوالو ډلو اړونده کسانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه لرې کړي، څو هغوى وکړاى شي د سولې په پروسه کې برخه واخلي.په دغه اعلاميه کې پاکستان او د سولې عالي شورا پر وسلوالو طالبانو او نورو وسلوالو ډلو غږ کړى، چې له القاعدې او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړي.سرچينه زياتوي ، چې دواړو خواوو دافغانستان او پاکستان ترمنځ پر دوامداره او نږدې اړيکو ټينګار کړى، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي ، ځکه چې د باور فضا د سيمې پر امنيت او ثبات ښه اغېزه کوي.دواړو خواوو د اوږود مهاله همکاريو او دوه اړخيزو همکاريو د زياتولو غوښتنه هم کړې ده.په اعلاميه کې زياته شوې،دواړو خواوو ټينګار وکړ، چې پر يوه بل د تورونو پورې کولو پر ځاى دې د خبرو اترو له لارې شخړې هوارې کړي ، دغه راز د دواړو هېوادونو له مسوولينو او وياندويانو څخه غوښتنه شوې، چې له سختو څرګندونو څخه دې ډډه وکړي او د تورونو پورې کولو لوبې ته دې د پاى ټکى کېږدي.سرچينه ليکي، چې د سولې عالي شورا پلاوي او دپاکستان چارواکيو د ګډې پولې پر بريدونو هم خبرې وکړې او پرېکړه وشوه، چې ددې ستونزې د هواري لپاره دې يو ګټور ګډ ميکانېزم جوړ شي ، ترڅو دا ستونزه په بشپړه توګه له منځه يوسي .په اعلاميه کې ويل شوي ، چې په دې برخه کې بايد ددواړو هېوادونو ملي پوځ په ګډه او له نږدې کار وکړي.د سولې پروسې د پرمختګ او ددې لپاره ديوه اغېزمن مېکانېزم جوړولو په موخه پرېکړه شوې، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او دافغانستان دسولې دعالي شورا ترمنځ دې په راتلونکي کې هم دا ډول اړيکې ونيول شي.د صلاح الدين رباني په مشرۍ د سولې د عالي شورا ١٥ کسيز پلاوى د لړم په ٢٢مه، اسلام اباد ته رسېدلى و.دغه پلاوي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزارت سره د تفصيلي خبرو اترو ترڅنګ ، ددغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزير راجا نادر پروېز، د پوځ مشر جنرال اشفاق کياني او د جمعيت علماء اسلام مذهبي ډلې له مشر مولانا فضل الرحمن سره هم ليدلي دي.