کور / تازه خبرونه / امريکا د طالب بنديانو د خوشې کولو هرکلى وکړ

امريکا د طالب بنديانو د خوشې کولو هرکلى وکړ

اسلام اباد : امريکا د پاکستان د حکومت دهغې پرېکړې هرکلى وکړ، چې غواړي يو شمېر طالب بنديان خوشې کړي..بلخوا امريکا د پاکستان ددې پرېکړې هرکلى کړى ، چې غواړي يو شمېر طالب بنديان خوشې کړي.په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت يو تن ديپلومات ( ډيپټي چيف اف مشن ) رچرډ هوګلينډ د ، خبريالانو سره د خبرو پر مهال په ډاګه کړه، چېپاکستان د افغانستان دسولې په پروسه کې مهم رول لوبولى شي .هغه زياته کړه : (( موږ له پخوا څخه د افغانستان حکومت ته ويلي و ، چې د سولې پروسه پرمخ بوځي.))د نوموړي په وينا، له افغانستان څخه بهر د دولت هغه مخالفين، چې اساسي قانون ته درناوى ولري هغه بايد خوشې کړاى شي .د امريکا د سفارت يادې سرچينې وويل، چې په افغانستان کې دننه هم هغه ډلې،چې ترهګري پرېږدي، بشري حقوقو او په ځانګړې توګه د ښځو حقوقو ته احترام لري، د افغانستان په سياسي پروسه کې برخه اخيستى شي.