کور / خبرتیا او پيغامونه / خلک وايي؛ په رښتيا اعظم، اعظم دی

خلک وايي؛ په رښتيا اعظم، اعظم دی

چې ژوندون يې لکه غر په اوږو يووړ
خلک وايي؛ په رښتيا اعظم، اعظم دی

د پښتو ژبي د پېژندل شوي ليکوال او شاعر ډاکتر محمد اعظم اعظم په مړينه د اوښتون کلتوري ټولنې غړي خوابدي دي.

الله ج دې بله دنيا کې فردوس ورکړي او دلته يې کورنۍ ته اوږده حوصله مندي غواړو.

ښايې ارواښاد ته د ژوند د بې وفايې او د خپل دې ابدي سفر په مهال خپله وينا ورياده شوې وې:

بوراګانو د سپرلو لمنې نيسئ!

د ګلونو قافلې ګنې په تلو دي

د وفا ځمکې خړوب نه شوې اعظمه !

ډېرې وينې مو ورکړې د زړګو دي

انالله وانا اليه راجعون

د مادياتو د عروج په زمانه کې

شرر بيا هم په خبرو پسې مړ دی

شرر ساپی د پښتو ژبي يو بل هغه ليکوال او شاعر دی چې په ځواني کې يې لا د ډېرو زړونه فتحه کړي دي، نوموړی دا مهال په روغتون کې دی او داسې ويل کېږي چې ډېر ژوبل دی، که د چا د مرستې وس ورسره کېږي نو مرسته دې نه درېغوي او له دوعاګانو دې نه بې برخې کوي.

الله ج مهربانه دی، روغ به شي خو موږ يې ژوبلېدا ډېر خواشيني کړي يو، شرر صيب يو منلی شاعر او ليکوال دی، الله ج دې صحت ورکړي.

موږ د نوميالي شاعر او ليکوال ډاکتر محمداعظم اعظم په مړينه او د شرر ساپي په ژوره ژوبلېدا خواشيني يو، الله ج دې د دواړو په اړه د پښتنو خواخوږو دوعاګانې قبولي کړي.

امين

د اوښتون کلتوري ټولنه / پکتيا / افغانستان