کور / راپور / د وتلي شاعري پروين ملال ستاينغونډه

د وتلي شاعري پروين ملال ستاينغونډه

میرمن بهیر د هیواد د وتلې شاعرې پروین ملال د ادبي هڅو ستاینه وکړه

میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر تیره شنبه د لړم د میاشتې په ۲۷نیټه په خپله اووه ویشتمه غونډه کې د هیواد د تکړه شاعرې او په دې وروستیو دریو لسیزو کې د پښتو شعر د ښځينه استازې په پښتو شاعرۍ کې د (درد ملکې) د لقب درلودونکې آغلې پروین ملال د ادبي هڅو ستاینه او قدر داني وکړه.
غونډه د ورځې په یوه نیمه بجه د حورې سپيڅلې په ویندویی پیل شوه . د میرمن بهیر د دارالانشأ له خوا آغلې پروین فیض زاده ملال ته د ښه راغلاست له ویلو وروسته لیمې نیازۍ د نوموړې بیوګرافي ولوسته.
له دې وروسته ښاغلي علم ګل سحر د میرمن ملال د ادبي هڅو د ستایلو په لړ کې وویل: میرمن پروین ملال د پښتو شاعرۍ لپاره یوه لویه هستي شمیرل کیږي او لکه څنګه چې د ایران په شاعرۍ کې پروین اعتصامي، او په اردو ژبه کې پروین شاکر د ځانګړي نوم او اعتبار خاوندې دي، همداسې په افغانستان او پښتو ژبه کې میرمن پروین ملال دا تشه ډکه کړې، او له هغوی نه ورپورته یې د پښتنو ښځو د احساساتو، دردونو او کړاونو ترجماني د شعر په ژبه کړې ده.

محموده تقوا د غونډې بله ګډونواله وه چې (د پروین فیض زاده ملال په شعرونو کې په ښځه باندې د حاکمو ناوړه دودونو ریښتنی انځور) تر سرلیک لاندې خپله مقاله ولوستله نوموړې د میرمن ملال د( کونډې) او (لونګینه په څنګ څنګ راواوړه) شعرونه د بیلګې په توګه ولوستل او په دې شعرونو کې یې هغه درد ته اشاره وکړه چې ډیرې پښتنې ښځې ورسره بلدې دي او د دې درد یوه نه یوه څنډه یې حس کړې ده.

له محمودې تقوا وروسته شفیقې خپلواک د آغلې پروین ملال لپاره لیکلی لاندې شعر هغې ته ډالۍ کړ:

پروین ملال ته

چې ستا دژوند هریوه پاڼه اړوم

چې ستا دژوند دحالتونو توري

زه په زور زیر لولمه

دی ته می پام شې ګلې

چې دیوغم

دیوه درد ملګرتیا

دی همیشه دزنده ګې ملګرې

له زړه دی سیند جوړکړی

او دافغانو پېغلو

تا هریودرد ژباړلی

دهرې پېغلې غم دی خپل بللی

هاردی خرڅ کړی

خو

دوران وطن دپېغلو نجونو

ټیکری دی روغ ساتلی

خپل لونګین دی په ټټرشکیدلی

خودوطن پرهر په زلفو ګنډی

ورور دی چي دم په دم دغم ناوې کړی

خو ته یی وران ځیګر په زلفو ګنډی

ملالې تل دی خدای ملاله لره

خدای دی په ژوند کی تل خوشاله لره

درسره نن یوه وعده کوومه

خبره ګرانې پښتنه کوومه

پوهیږم تاته رسیدلی نشم

ستا دښکلا غوندې کیدلی نشم

ملالې دومره درته وایمه خو

زه به هم ستا په پله قدم کیږدمه

دوطن ګل کی به شبنم کیږدمه

داستا په شانتې به قلم واخلمه

ته قدم واخله زه به یی هم واخلمه

کله چې ما اوتا قدم واخیستو

اول به داسی وکړو

چې به له خپلو وروڼو

دټوپکونوتورمخونه هیرکړو

بیا به دوران وطن دنجونو

ژوند دژوند په څیر کړو

دوې ته به ورکو دمریو په ځای

شنه قلمونه په لاس

بیا به دوی دغسی اوبدل نکړی

ګنډل به نکړی

دژوند ملګری به په خپله ټاکی

درد به یی ووژنو ژړل به نکړی

بیا به نو مېندې پوې شی

چې لور پیغورندی

لورسترنعمت دی

لور می په دی دنیا کی ویاړ،ویاړ دی

لور می خوږه میوه دآخرت دی

ملالې تل دی خدای ملاله لره

که چيری داسی وشی

بیا به نو ستا شاعري

دغم په کور کی نه وی

اونه به زما شونډې وی وچې وچې

نه به دستونی سلګۍ

اونه په سترګو اوښکې

سپرلي به پلونه دخزان شی

بیا به ودان افغانستان شی!!!

نعیمه غني د یوې بلې مقالې لوستونکې وه چې هغې هم د میرمن ملال د ادبي هڅو د ستایلو په لړ کې زیاته کړه میرمن پروین ملال هغه شاعره ده چې په دا وروستیو دریو لسیزو کې د پښتو شعر ځیره له یوې داسې زاویې ترسیم کړې چیرته چې هغه په خپله شتون لري څه یې چې احساس کړي، زغملي، هیله یې لرلې، دا یې ځورولې او ژړولې ده. د هغې شاعري په خپلو تجربو ولاړه شاعري ده چې د شاعرۍ ډګر ته د نویو راغلو نجونو او میرمنو لپاره یوه ښه بیلګه کیدای شي

د میرمن پروین ملال د شعرونو او ادبي هلو ځلو په اړه د میرمن بهیر نورو غړو هرې یوې پاکیزې ارزو، دل افروز ځیرک، مرضیه امین او شفیقې خپلواک هم مقالې لیکلې وې چې وروسته به خپرې شي.
د غونډې په پای کې له میرمن پروین ملال نه غوښتنه وشوه چې د بهیر ګډونوالو ته خپله وینا او پيغام واوروي.
آغلې ملال د میرمن کلتوري- ټولنیز بهیر نه د مننې په ترڅ کې وویل: که څه هم زه د پولې پورې پښتنو ډیره زیاته نازولې یم او ماته یې د جلا وطنۍ احساس ډیر کم راکړی خو د افغانستان د ننه داسې یوه غونډه هغه هم د یوې داسې ټولنې له خوا چې غړې یې میرمنې دي، ماته یوه خاصه حوصله او لویه امید واري راکوي. زه د دې ټولنې او دلته نورې پښتنې نجونې وینم چې د ښه استعداد او سالم جرئت درلودونکې دي چې دا کولی شي د پښتو ادب د پرمختګ او د ښځو د فرهنګي حالت لپاره ډیر ګټور تمامېدای شي.
همداراز میرمن ملال زیاته کړه زه له تاسو ټولو او نورو ټولو هغو نجونو او میرمنو نه چې قلم ته یې لاس کړی هیله لرم چې خپلې هڅې دې ګړندی او منظمې کړي، تر څو د هغې تشې احساس چې نن د ښځو د ادبیاتو په برخه کې پښتو ادب ورسره مخ دی په ګډه له مینځه یوسو او نور نو د خبره ونه شي چې پښتنو میرمنو ادبیات د کمیت او کیفیت له مخې له سیمې او نړۍ سره سیالي نه شي کولی.

غونډه د میرمن بهیر د مشرتابه له خوا آغلې پروین ملال ته د ستاینلیک او ډالیو په ورکولو سره د مازدیګر په څلور نیمو بجو پای ته ورسیده.