کور / تازه خبرونه / کرنيزو محصولاتو ته بازار موندنه امنيت ښه کوي

کرنيزو محصولاتو ته بازار موندنه امنيت ښه کوي

کندهار والي د ايساف له جنرال سره په ليدنه کي وويل چي د بزګرانو روا او قانوني محصولاتو ته د سالم او باثباته مارکېټ پيداکول د امنيت سره مرسته کوي او په څنګ کي د کوکنارو کښت د مخنيوي لپاره هم ګټور ثابتيريږي.
والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن سهار د خپل کار په دفتر کي په سهيلي حوزه کي د ايساف ځواکونو د ثبات د برخي له مرستيال جنرال وايټ سره په ليدنه کي ټينګار وکړى چي د ښه امنيت د تامين لپاره خلکو ته د کارونو ضمينه برابرول د ولايتي ادارې په اولويتونو کي راځي او له مرستندويه ادارو هم په کلکه غواړي چي په دې برخه کي خپله توجه زياته کړي.
نوموړي زياته کړه چي تېر کلونه د کندهار په اکثرو ولسواليو کي بزګرانو د کوکنارو پر ځاى نور حلال کښتونه کړي ول خو په خبره يې چي ورته نه هم په کور دننه او نه هم دباندي سالم مارکېټ پيدا سوى او نه هم دباندي چي بزګران يې مايوسه کړي او اقتصادي حالت يې څپ څپانده سوى دى.
والي همداراز وويل چي د کرهڼيزو توليداتو ترڅنګ دي د کندهار په صنعتي پارکونو کي هم د فابريکو د بيا فعاليت لپاره د متوادمي برېښنا برابرولو په خاطر نور ګامونه واخستل سي ترڅو د خلکو اعتماد زيات سي او پانګه اچوني ته لاره هواره سي.
هغه وړانديز وکړى چي په افغانستان کي کار کوونکي مؤسسات او مرسته کوونکي ادارې دي په دې هيواد کي د خپلو چارو د ښه تره سمون لپاره هغه بهر ميشتي افغان راولي چي له کارونو او فعاليتونو سره بلد دي او کولاى سي په ښه توګه سره د ټولو کلتوري او فرهنګي ټکو په نظر کي نيولو سره خپلي وظيفې مخته يوسي.

په سهيل کي د ايساف ځواکونو د ګډي قومندانۍ د ثبات او پرمختګ د څانګي مرستيال بريد جنرال وايټ کندها روالي ته وويل دوى پلان لري چي په دې ولايت کي يو شمېر نوري اډې او پوځي بېسونه افغاني ادارې ته انتقال کړي چي ددوى تر تګ وروسته به دغه لورى ورڅخه استفاده کوي.
هغه زياته کړه چي په دې کمپونو کي ډېر داسي وسايل او تاسيسات سته چي د اوږدمهال لپاره افغاني اداره ورڅخه ګټه اخستلاى سي او په بيلا بيلو برخو کي د استفادې وړ دي.
جنرال وايټ وويل چي د انتقال د پروسې د ښه تره پرمخ بېولو لپاره د افغاني ادارې سره څنګ پر څنګ کار کوي خو په خبره يې چي د ٢٠١٤ کال په پاى کي د بهرنيو ځواکونو وتل د افغانستان د هېرولو په معنى نه دى بلکه دلته به لا هم توجه زياته سي او د مرستو لورى به ملکي برخي ته واوړي.