کور / شعر / دښمن

دښمن

چي په نړی کي څوک دسر دښمن دی
دهري ساه د هر بشر دښمن دې 
که څوک ديوه بشر قاتل سي خدايا 
هغه دژوند په لر او بر دښمن دې
په قرآن چي څوک ماڼی جوړوې 
دا دمهراب داد ممبر دښمن دې
چي ژيره سر يي وي ببر ساتلی 
ډاروي خلګ دا ببر دښمن دې
څوک چي باغي سي د پردو په ګټه 

دا دهيواد د هر عسکر دښمن دې
نه موخوښ دې نه يي ملا تړو موږ 
دښمن دميني د هر در دښمن دې 
رسوا رسوا به وي هميش جماله 
څوک چي دعلم دهنر دښمن دې