کور / هراړخیز / دقانون پلي کوونکي نشې کوي ، دخلکو دي خدای مل سي

دقانون پلي کوونکي نشې کوي ، دخلکو دي خدای مل سي

په موږ هم هغه سوې چي په پخوانو پسي ژاړو او پر هغو شکر کاږو
واى په يوه کلي کي يو کس اوسېدئ او تل به يو ډانګ ورسره وو او په کلي کي چي به هر چا مازي يوه خبره نه وه ورته کړې د ده به ډانګ وو او د هغه به اوږې او هيچا ورته څه نه سواى ويلاى ولي چي ده خو د ځان سره وختي لا ډانګ را اخستى وو او بس جنګ ته تيار وو نو واى چي کله سپينږيرى سو او خپل يوه زوى ته ئې وويل چي زويه ما خو ټول کلى تر پزي راوستلى وو او داسي کار مي نه دئ کړى چي څوک دي ووايي چي شاباس نو ته ډېري دوعاوي راپسي کوه او هيڅکله مي مه هېروه .
زوى ئې په خندا ورته وويل چي پلار جانه غم مه کوه والله چي ټول کلى پر تا شکر وکاږي او ارمان درپسي وکړي پلار ئې ورته وويل چي څنګه ؟
زوى جواب ورکړ چي زه به دوه دوه سوټي ګرځوم او چي کله هم خلک ما وويني نو وايي به چي پلار ته دې خداى خېر ورکړي هغه خو لا ښه وو يو سوټى ئې ګرځاوه زوى خو ئې دوه ګرځوي .
نو په موږ هم داسي يو چل سوى چي په پخوانيو پسي ژاړو او د هغوى شکر ادا کوو
نن ورځ د ښوونځي څخه را روان وو ،يو مو ښوونکى او يو مو موټر چلوونکى وو کله چي په کندهار ښار کي د ترانسپورټ رياست و مخ ته را ورسېدو نو يو رېنجر هم همدلته روان وو يو څو سرحدي پوليس ئې په باډۍ کي ناست ول او د شاه د سيټ هنداري ئې پورته وې او د مخ د سيټ هنداره ئې لږ کښته وه او يو لاس تر راوتلى وو ما چي موټر ته وکتل نو ښه ورته ځير سوم چي لاس خو به ئې موږ ته د اشارې کولو په خاطر نه وي را ايستلى او موټروان ته مي وويل چي پام کوه هغه لاس خو به ئې ستا له پاره نه وي را ايستلى زما هدف دا وو چي دلته د قوماندو خوا ته يو پوخ سړک تللى دئ هلته به کاټېږي خو موټرچلوونکى وويل چي يا سګرېټ ئې په لاس کي دئ ما چي ورته وکتل د نوموړي بند سګرېټ په لاس کي دئ او په ګوتو کي ئې پېچي او خالي کوى يې . ښوونکى مي سر وښوراوه او وې ويل چي په موږ هم هغه سوې چي په مخکنيو پسي ارمان کوو ما ورته وويل چي ولي ښاغلى استاده نوموړى وويل چي سګرېټ خالي کوي او د چرسو ئې ډکوي يعني سګرېټى ځني جوړه وي ښه ورته ځير سوم لاس مي وليدئ چي پر کالو سربېره ئې درېشي کړې وه او د دريشي سره ئې خولۍ هم پر سره وه د مخ ورېښتان ( پېکى ) هم پر سترګو را ايله وو .
موټر ته مي وکتل کم شمېره نه وه پر ليکلې خو پر دروازو ئې ليکلي وه چي واکنش سريع پوليس سرحدي لوى ٤ .
حيران سوم چي يا الله خلک ورځ په ورځ د پرمختګ خوا ته ځي موږ وګوره څه کوو او څه را باندي کېږي ولي تر ابده نه پوهېږو . دغه ډول پوليس موږ ته روزل سوي دي دغه به سبا زموږ هيواد راساتي چي نن په بازار کي روان او چرس څکوي. آيا دا لس کاله موږ د پرمختګ وخوا ته مخه کړې وه او که د پرشاتګ وخوا ته آيا دا پوليس چي اوس لا په دونه بېباکۍ سره چي هرڅه ئې زړه وغواړي کوي يې نو کله چي ئې لار نوره هم آزاده سي نو بيا به څه و نه کړي.
لاسونه مي الله پاک جل جلاله ته پورته کړه د يوه داسي هيواد چي نور د توري تيارې ټغر پکښي ټول سي او يو تل پاتې سوله او اسلامي قانون پکښي جاري سي غوښته وکړه .