کور / تازه خبرونه / كندهار ته د مشرانو جرګۍ د پلاوي راتګ

كندهار ته د مشرانو جرګۍ د پلاوي راتګ

د مشرانو جرګې د ديني او فرهنګي کمېسيون لس کسيزه هيئت ددوشنبي په ورځ کندهار ولايت ته راورسېدى او د ادارې د مسؤلينو سره يې وکتل.
د كندهار د ولايت مقام څخه په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي هيئت د مولوي منيب په مشرۍ دې ولايت ته راغلى چي پکښي د کندهار ترڅنګ د هيواد د ځينيو شمالي او مرکزي ولايتونو استازي هم شامل دي .
پلاوي په كندهار كي وويل چي د سفر موخه يې په دې ولايت کي د ديني، فرهنګي، تعليمي، لوړو زدکړو، حج واوقاف، اطلاعاتو او کلتور او ولايتي شورا د کارونو او فعاليتونو څخه له نژدې ځان خبرول او په دې برخه کي پرتې ستونزي تر مرکز او اړوندو مسولينو پوري رسول دي .
کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا پلاوي ته وويل چي په دي ولايت کي د پوهني او لوړو زدکړو په برخه کي پرمختګ سوى خو په خبره يې چي د علماؤ شورا ته، چي د ټولني اصلي درد په دوا کيږي مرکزي ادارې ته چندان خاصه توجه نه ده کړې او د ولايتي ادارې تش لاس دښمن دى.
ده په ادامه کي وويل چي سږ کال په مکاتبو کي د نوي شاملېدونکو زدکوونکو شمېر خورا زيات سوى او ورسره د لوړو زدکړو لپاره هم علاقه مخ پر ډېرېدو ده چي ددوى لپاره ښه خبر دى.
نوموړي له سناتور صاحبانو وغوښتل چي له مرکزي ادارې سره په ګډه کار وکړي ترڅو د نشراتي برخي د قوي کېدو او د تبليغاتو د زياتوالي لپاره خپل کوښښونه زيات کړي او د خلکو د پوهاوي سطحه په تدريجي توګه مخ په لوړه يوسي.