کور / شعر / دشعر پریښته

دشعر پریښته

اې دې شعرملکې، زه لـه تـانـه شـکریـه کــوم
تـل راسره څنګ کې دبـېلتون مخکې ولاړه یې

کله چې بېلتون راته چاړه په لاس کې نیغه کړي
ته راته شعرونه سپرپه لاس کې راتـرغاړه یې

تــه مـې دالـهام وداحــساس راپــارونـکـې یـــې
کله چـې لــه مــاسـره پـه سمه او پـه شاړه یې

تـه راتـه دبـلـې ږبـې ټــول شــیان اسانــه کړې
تـه زما قاموس زما کتاب یـې تـه مې ږباړه یې

نــه منصبداري نــه دارایــي دې دنـیا غـواړمه
تـه مې قناعت تـه مـې عزت دنیاکـې دواړه یې

هرڅومره ځنګل کې ګوړاخرکه ځان بادارګڼی
تـه ورتـه په خوله کې دوږُنکی زمري دړاه یې

نـَه بَـه جُوړوي (علی خان) شعرکله چه وګوري
تـه پـه شعرانــه میزاج کی څه نا څه ویجاړه یی