شپږ نور کسان د ولسمشر کرزي د احکامو پر اساس اعدام سول
نن بيا شپږ کسان د ولسمشر حامدکرزي د بېلابېلو احکامو پر اساس اعدام سول ، د ولسمشر ددفتر څخه لراوبر ته په رسېدلي خبرپاڼه کي راغلي چي دغه کسان د اساسي قانون د دوهم فصل د ۱۲۹ مادې او دستري محکمي قضايي ديوان د حکم د بېلابېلو احکامو پر بنسټ نن د۱۳۹۱ د قوس د مياشتي په لومړۍ نېټه د ستري محکمې تر وروستۍ پريکړي وروسته اعدام سول .
د ولسمشر کرزي له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ددغو شپږ کسان د محمدي شريعت او په هيواد کي د نافذو قوانينو پراساس په مرګ محکوم سول ، د درنو جرمونو د مخنيوي او عبرت په موخه نن د خپلو جرمونو په سزا ورسيدل . دولت ددغو کسانو په اړه وايي چي په ترهګري،چاودنو او د ځانمرګو بريدونو په رهبري کولو په جرمونو تورن پيژندل سوي وه.
په دې اړه لراوبر ته په رسيدلي خبر کي د اعدام سوو کسانو انځورونه او لنډ معلومات په دې توګه رسيدلي دي:

ملا رمضان: د اندخوی ولسوالۍ د يوې موسسې د ريس ، د قرغان ولسوالۍ د پوهني مدير ، د فارياب ۸ سرحدي پوليسو، دقرمقول د خطيب او مدير مولوي سعدالله په وژلو تورن و .
عبدالعلی او محمد عارف: په اجرستان ولسوالي کي ديوناما د ۲ ټيلفون انتن جوړوونکو انجنرانو په اختطاف او په ظالمانه توګه وژنه تورن و .
محمد حیدر، متوکل او عزیز احمد: د کابل په انصاري څلورلاري او د ښارينو د چرګانو کوڅې په ځانمرګو بريدونو کي د لاس لرلو په تور چي مالي او ځاني زيان يې اړولی و تورن پيژندل سوی وه .
تېره ورځ ۲۰ نوامبر ۲۰۱۲ هم د ولسمشر حامد کرزي د احکامو پر اساس ۸ کسان اعدام سول ، د پرونيو اعدامونو د خبر د خپريدو سره د ملګرو ملتونو د بشرحقوقو ادارو پر افغان حکومت د اعدامونو د لړۍ درولو ږغ وکړ .
ولسمشر کرزي تېره اوونۍ د ټولټال ۱۶ کسانو د اعدام احکام لاسليک کړيدي چي تر ټولټال ۲۵۰ کسانو د اعدام دوسيې د ولسمشر د حکم په تمه دي .
د بشري حقونو سازمان او اروپايي ټولنې د افغانستان د قضايي سيسټم د کره والي له امله اندېښنه څرګنده کړېده او وايي دا سيسټم هغسي پياوړی نه دی چې په نړیوالو معيارونو برابرې عادلانه پرېکړې وکړي.
بله خوا طالبانو ددغو اعدامونو پر وړاندي سخت غبرګون ښوولی دی ، ذبيح الله مجاهد وايي دولت د اعدامېدونکو کسانو نوملړ ته هغه د هغو کسانو نومونه هم ور زيات کړيدي چي په جګړه کي نيول سويدي ، د نوموړي په وينا دولت جنګي اسيران اعداموي ،، هغه دبشرحقوقو پر ټولنو ږغ وکړ چي په افغانستان کي د اعدامونو لړۍ د بنديدو هڅه وکړي، طالب وياند ذبيح الله مجاهد د افغان حکومت قاضيانو او څارنوالانو ته هم له دې امله ګواښ کړی دی .