کور / تازه خبرونه / په پينډۍ کې ځانمرگې بريدشوى دى

په پينډۍ کې ځانمرگې بريدشوى دى

پېښور:په پينډۍ کې د ځانمرگې بريد له امله ٢٠ کسان وژل شوى او ٤٧ ټپيان دي چې په کې د٣ حالت داندېښنې ښودل شوى دى ټپيان روغتون ته رسول شوى د ځايي چارواکو په وینا دغه برید د شیعه ګانو د عزادارۍ مراسیمو پر یوه لاریون شوی، چې په پایله کې ٢٠ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.دغه ډول برید، چې د عزادارانو پر لاریون شوی، په دغه ښار کې بې ساری دی.برید د راولپنډۍ ښار په مصریال روډ سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شو، چې لاریون کوونکي د عزادارۍ مراسیم نمانځل.د راولپنډۍ ښار د پولیسو مشر اظهر حمید وايي، چې دغه برید ځانمرګي برید ګر کړی.د چاودنې له امله شاوخوا دوکانونه هم ویجاړ شوي دي.