هلمند: ۳ تنه ملكي كسان ووژل سوه

عطاالله محمدي | نوومبر 22nd, 2012


په هلمند كي ددرو تنو ملكي كسانو د وژل كيدو خبر وركړل سو .
د هلمند د امنيه قومانداني وياند فريد احمد فرهنګ وايي چي د چهار شنبئ په ورځ مازيګر د نادعلي ولسوالي په شاول سيمه كي پر ملكي كسانو د سړك غاړي د ماين چاودنه سوي چي پكښي دري تنه ملكي كسان وژل سوي دي .
د فرهنګ په خبره ملكي كسان پر يوه موټر سيكل سپاره وه چي د پيښي ښكار سوه .
د پيښي مسوليت تر دي مهال كومي وسله والي ډلي په غاړه ندي اخيستي .

Copyright Larawbar 2007-2024