کور / تازه خبرونه / ډنمارک له پوهنې وزارت سره د اوږدمهاله مرستو ژمنه وکړه

ډنمارک له پوهنې وزارت سره د اوږدمهاله مرستو ژمنه وکړه

ډنمارک وايي، چې له افغانستان سره به له تېرو شاوخوا لسو کلونو پیل کړې مرستې روانې وساتي او هڅه به وکړي، چې ددغه هیواد د بیارغونې په بیلابېلو برخو کې خپله ونډه پراخه کړي. د یاد هیواد د پراختیايي همکاریو وزیر ددغو مرستو په لړ کې له پوهنې سره خپله همکاري دوامداره وبلله او ژمنه یې وکړه، چې د افغان معارف د کیفیت د ښه والي په برخه کې به هر راز همکاري وکړي. کریسشن فریس بېچ چې په کابل کې یې د پوهنې وزارت له مالي او اداري مرستیال ډاکټر سید حمیدالله سره یوځای خبرې کولې وویل، چې ډنمارک د بل هرچا په څېر د افغانستان د پر پښو درېدو یوازنۍ لار پوهنه بولي او په دې برخه کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د ډنمارک د پراختیايي همکاریو وزیر چې له تېرو څو ورځو په افغانستان کې دی، په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټرسیدحمیدالله او یو شمېر نورو چارواکو یې هم ملتیا کوله د کابل ابوالقاسم فردوسي ښوونځي ته ولاړ. نوموړي، ددغه ښوونځي د ازموینو بهیر له نژدې وکوت او خوښي يې څرګنده کړه، چې د افغانستان معارف له تېرو څو کلونو راهیسې د پام وړ او ستر پرمختګ کړی دی. ښاغلي بېچ د یاد ښوونځي له یو شمېر زده کوونکو او ښوونکو سره هم خبرې وکړې او ژمنه یې ورسره وکړه، چې ددې او زرګونو نورو افغان ښوونځیو د ستونزو په اوارولو کې به له پوهنې وزارت سره مرسته کوي.
د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال له یاد وزارت سره د ډنمارک د مرستو یادونه وکړه او ډېرې اغېزناکه یې وبللې. ښاغلي حمیدالله وویل، چې تر دې مهاله ډنمارک د میلیونونو جلده کتابونو د چاپ، د لسګونو ښوونځیو او داسې نورو تعلیمي مرکزونو د ودانیو د جوړولو او سلګونو روزنیز ورکشاپونه د په لار اچولو په برخه کې مرسته کړې ده. د نوموړي په وینا ډنمارک یو له هغو د ګوتو په شمار هیوادونو په ډله کې دی، چې په پراخه کچه د افغانستان له معارف سره مالي ملاتړ کوي.
د ډنمارک د پراختیايي همکاریو وزیر په داسې حال کې، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته د ممکنه ستونزو په اړه د ابوالقاسم فردوسي د ښوونځي د یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو نظرونه واورېدل د هغوی هغه دریځ چې هیواد به له ۲۰۱۴ کال وروسته په ډېر ښه حالت کې وي وستایه. دغو ښوونکو او زده کوونکو وویل، چې که نړیواله ټولنه له افغانستان سره خپلو مالي مرستو ته دوام ورکړي، افغان حکومت ددې توان لري، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په ډېر ښه ډول هیوادنۍ چارې پرمخ بوځي.
په پای کې د ډنمارک د پراختیايي همکاریو وزیر ژمنه وکړه، چې هیواد به یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته تر پنځو کلونو پورې هرکال ۱۰۰ میلیونه امریکايي ډالر له افغانستان سره مرسته کوي، چې د پام وړ برخه به یې معارف ته ورکول کېږي.
ډنمارک له۲۰۰۱ کال را هیسې له افغانستان سره ۹۲۶،۹ میلیونه ډالره مرسته کړې، چې څه باندې ۱۵۱ میلیونه یې معارف ته ورکړل شوي دي. وړاندې تر دې د ډنمارک د پراختیايي همکاریو وزیر په مزار شریف کې هم يوه ښوونځي ته تللی و او هلته یې د زده کړو د بهیر ستاینه کړې وه.