ميدان ښار: موټربم ۳ کسه مړه ۹۰ کسه زخميان دي

د لراوبر اداره | نوومبر 23rd, 2012


د میدان وردګو د والي ویاند شهیدالله شاهد وايي نن سهار په ۸:۲۰ دقیقو د میدان وردکو ولایت په میدان ښار کې د پوځي ځواکونو د همغږۍ مرکز ته نږدې د موټربم برید شوی، چې له کبله يې شاوخوا ۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چي ډېرئ قربانيان ملکي وګړي دي.
طالبانو ددغه بريد پړه منلې او وايي د افغان او بهرنيو ځواکونو په مرکز کي د چاوديدونکو توکو څخه ډکه مازدا لارۍ چاودنه کړې چي له امله يې د طالب وياند ذبيح الله مجاهد په وينا ګڼو افغان او بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او د پوځي مرکز ودانۍ زيانمنه سوې ده .
طالبان وايي دغه بريد دڅرخي پله په زندان کې داعداموشوو ۴ تنو طالبانو انتقام وو ، دوی ددغه ډول نورو بريدونو ګواښ هم کړی دی .

د میدان وردکو د والي ویاند وايي بریدګر د همغږۍ مرکز ته له رسیدو مخکې چاودنه کړې او یاد پوځي هدف ته نه دی رسیدلی. د ده په خبره د پيښې قربانیان او ټپیان د درملنې لپاره د یاد ولایت ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي . د نوموړي په وينا بريدګر هدف ته تر رسېدو مخکي چاودنه کړې چي له امله يې د پېښي ځای ته نژدې ملکي خلکو ته دهغوی په کورونو کي هم زيان رسيدلی دی .
د کورنيو چارو وزارت د ۳ کسانو د وژل کېدو او ۹۰ کسانو د زخمي کېدو خبر تائيد کړی دی او وايي چي د قربانيانو ډيره برخه ملکي وګړي دي ، مګر طالبان وايي چي بهرني او کورني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده .

د ميدان وردګ ولايت څخه د پېښي په اړه وروستي معلومات د يوې خبرپاڼي په ترڅ کي خپاره سوه چي مهيم ټکي يې دادي :
دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدانښآر کې ۸:۲۰ بجې یو وسلوال ځانمرګي چې دمازدا موټر یې د چاودیدونکو موادو ډک کړې وو دمرکزي احصایي ترڅيرمه په غزیدلې کوڅه کې یې ځانته انفجار ورکړو چې له امله یې درنه چاودنه رامنځته شوه او پکې (۹۳) تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته:

په ژوبل شوو کسانو کې ۷۵ تنه یې نارینه، ۱۱ ښځې او ۴ ماشومان شامل دي ، نوموړي ټول ژوبل کسان ملکي او عادي کسان دي

همدارنګه په پیښه کې دولایت مقام دوه کارکوونکو په شمول یوه ملکي میرمنه هم شهیده شوې ده.

په سیمه کې نژدې ۳۰ دولتي او شخصي کورنه او ودانۍ نړیدلي دي او دمیلونونو افغانیو مالي خسارات یې هم اړولي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024