کور / تازه خبرونه / كندهار والي: موږ د كاناډا د مرستو هر كلي كوو

كندهار والي: موږ د كاناډا د مرستو هر كلي كوو

دكندهاروالي اسدالله خالدپه كندهاركې دكاناډاهيوادپه مالي لګښت جوړسوي مركزدپرانيستي پرمهال وويل چې دكاناډاهيواددمرستوهركلي اودغه هيوادپه افغانستان كې دبيارغاوني ترخوادامنيت په ټينګښت كې دخپلوسرتيروستره قرباني وركړي ده .


نومه وړي وويل چې افغانستان يوخپلواك اوازادهيواددي اوهره پريكړه پخپله كوي .


نومه وړي غالبآدغه خبري دهغوڅرګنده ونوپه وړاندي كولي چې څوورځي وړاندي دكاناډادبهرنيواونړيوالي سوداګري وزيركسيم برنيرپه دده په اړه كړې وې .
هغه مهال دكندهاردوالي په اړه هم دكاناډاصدراعظم خواشيني ښودلي وه اوهم  پخپله برنربيرته خپله خبره اخيستي وه .


دكندهاروالي اسدالله خالددغه څرګنده وني په هغه ستره غونډه كې وكړې چې دكندهاردښوني اوروزني په رياست كې دسوادزده كړې دمركزدپرانيستي په موخه جوړه سوي وه  .


ددغه مركزدپرانيستي لپاره دكاناډادنړيوالواړيكووزيره ميرمن (هوډا) اوپه كابل كې دكاناډاسفيرعارف لالاني راغلي و.


دكندهاروالي اسدالله خالدپه غونډه كې له دغوكاناډايي جګ پوړوچارواكوسره په مخامخ خبروكې وويل چې هيواديي
دكاناډاهيواددټولومرستوهركلي كوي اودهغه يي څه يي زياته ستاينه كوي چې دافغانستان اوپه خاص ډول يي دكندهاردامنيت په خوندي ساتلوكې د۷۲ تنوسرتيروقرباني وركړې ده


ښاغلي خالدچې بيابيايي په افغانستان كې ديوه منتخب ريس جمهوراويوه خپلواكه نظام  پرشتون ټينګاركاوه وويل چې هيڅكله به هم ځيني خبري ددواړوهيوادونوپراړيكوڅه منفي تاثيرونلري .


دكاناډاهيوادنړيواواړيكووزيرې ميرمن (هوډا) دخپل هيوادله لوري دافغانستان په بيارغاونه كې دخپل هيواددبشپړي همكاري چمتوالي وښود.


نومه وړي دښوني اوروزني درياست په چوكاټ كې دسوادزده كړي دڅانګې دمركزدودانۍ جوړيدل دافغانستان په بيارغاونه كې يونمونه وي كاروګاڼه اووې ويل چې ګڼي نوري پرروژي ياخوترلاس لاندي دي اويايي هم په راتلونكې كې دپلي كېدوتكل كړي دي .


ميرمن (هوډا) دملګروملتونودماشومانودملاتړدادارې يونسيف له لوري هم دخپل هيوادله هغومرستوڅخه يادونه وكړه چې ترسره كړي  يي دي .
دكندهاردښوني اوروزني رياست دسوادزده كړي دمركز ودانۍ چې پكې په كندهاركې  دكاناډاهيواددوجګ پوړوچارواكواودكندهاردوالي اسدالله خالدترمنځ دناستي لمړني ځاي ودكاناډاهيواددوه سوه زره ډالروپه مالي لګښت په دوپوړوكې جوړه سوې .


دغه مركزچې نهه اداري خوني اويودغونډوسترسالون لري دعصري كمپيوټروترخواپه  ټولواړينوتجهيزاتوسمبال دي .