يو امريکايي پوځي د طالبانو په حمله کي ووژل سو

د لراوبر اداره | نوومبر 24th, 2012


يو امريکايي پوځي نن د افغانستان په سهېل کي د طالبانو د حملې په ترڅ کي وژل سوی دی . دا خبر د ايتلافي ځواکونو مطبوعاتي دفتر لخوا په ترلاسه سوې خبرپاڼه کي راغلئ دی خو په دې خبرپاڼه کي د پېښي دقيق ځای او ډول نه دی څرګند سوئ .
په خبرپاڼه کي راغلی چي وژل سوي سرتيري په اړه نور جزيات تر څېړنو وروسته د امريکې دفاع وزارت لخوا خپريږي .
افغان دولت او طالبانو تر اوسه ددې خبر په اړه رسنيو ته معلومات نه دي ورکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024