هلمند: د ناوې څخه تر لښکرګاه غځېدلی سړک پخيږي
د امريکا متحده ايالاتو د انجنيرئ قول اردو په پام کي لري د هلمند ولايت يو شمېر شړکونه په پاخه ډول جوړ کړي چي له دغو سړکونو څخه د لښکرګاه څخه دناوې ولسوالۍ ته پر غځيدلي سړک کار شروع سوی دی .
ددغه پروژې مسول رابرت ګریکو په وينا تقريبآ ۴۶٪کار چه ۱۴/۵میله کیږي کار بشپړ سوی دی .

دسړک ابادی د اپریل دمیاشتی ۲۰۱۲نه شروع شوی ده او د جون په میاشتی که د۲۰۱۳کال که به ختم شی؛او د۲۳فیټو په اندازه سړک اوار کړی ده اود ۵فیټو په اندازه دسړک دواړه خواته جغل اچول سوی دیچي د ۱۸فټو په اندازه دسیل داوبو لپاره تیاری هم نیولی ده.
ښاغلی ګریکو چي د امریکا د نیویارک دایالت څخه د اردو دانجنرۍ د لیدلو په هکله د هلمند ولایت دسړکونو څخه لید نه وکړه او هغوی ته يې وویل دا سړکونه باید ټول دنیویارک دښار دداخلی سړکونو سره باید توپیر ونه لری اوپه جهانی ستندارد جوړ سي.
دهلمند دساحوی انجنرۍ امرښاغلي مهدی میزاني وویل چي زه دسړک د جوړولو له کمیت څخه ډیر خوشحاله یمه ځکه چه ۱/۵انچ ډامبر اچول سوی دی .
ښاغلی میزانی زیاته کړه:دسړک جوړول زیاته ضروری خبره ده مګر ځما په نظر دسړک کمیت او مواد چه په کی مصرف کیږی زیات مهم دی .