په افغانستان کي د سولي د بهير په اړه وروستۍ هڅي

عطاالله محمدي | دسمبر 1st, 2012


په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه وروستۍ هڅې

په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د بهیر په اړه په وروستیو هڅو او د بګرام زندان د بشپړ انتقال لپاره د افغان حکومت په ټینګار بحثونه کړي، چې حمید مومند په لاندې راپور کې راچاڼ کړي دي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شوې موافقې ته په اشارې لیکلي، چې د دواړو هېوادونو دیني عالمان به د سولې په راوستو کې همکاري وکړي.

ورځپاڼه لیکي، چې د دیني عالمانو په دې غونډه کې به په سیمه کې د روان افراطیت او د مذهب په نامه د ځان وژونکو حملو په اړه، چې د اسلام د سپیڅلي دین د بدنامۍ سبب ګرځي ویناوې وشي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د دیني عالمانو همکاري مهمه بللې او لیکلي، چې د کابل په غونډه کې، چې د جنورۍ په میاشت کې جوړیږي، د افغان او پاکستاني دیني عالمانو سربیره د ځینو نورو هیوادونو دیني عالمان هم ګډون وکړي.

ورځپاڼه لیکي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې ډاکټر زلمي رسول ته هم ډاډ ورکړې، چې هېواد به یي د افغانانو په مشرۍ د سولې د هلوځلو ملاتړ وکړي.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې په افغانستان کې د سولې د بهیر په اړه په دې وروستیو کې غونډې او ناستې زیاتې شوي، خو حقیقت دا دې، چې د دې ناستو هیڅ یوه پریکړه تر اوسه عملي شوې نه ده.

ورځپاڼې وړاندې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ وروستۍ ناستې ته اشاره کړې، چې څه موده مخکې په اسلام اباد کې جوړه شوې وه او لیکلي، چې پدې غونډه کې هم د افغانانو په مشرۍ د سولې د هلو ځلو ملاتړ شوې.

که څه هم ورځپاڼې دا خبرې مهمې بللې، خو لیکلي، چې اساسي ستونزه داده، چې په پاکستان باندې پدې اړه باور له منځه تللې دې او هیڅ داسې ضمانت نشته، چې پاکستان به خپلې ژمنې پوره کړي.

ورځپاڼې دې حالت ته په پام سره لیکلي، چې د سولې په اړه د پریکړو او ژمنو نه عملي کیدل ددې سبب ګرځیدلي، چې په دغه بهیر د خلکو باور کم او یو ډول مایوسي رامنځ ته شي.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپانې لیکلي، چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې د سولې او پخلاینې د هڅو د ملاتړ ترڅنګ پدې خبرې هم ټینګار وشو، چې پدې اړه هر ډول خبرې باید په افغانستان کې دننه ترسره شي.

ورځپاڼې لیکلي، چې ټاکل شوې د درې دواړو هیوادونو ترمنځ راتلونکې ګډه غونډه په کابل کې جوړه شي، خو لا یی وخت ندې ټاکل شوې.

د بګرام زندان د بشپړ انتقال لپاره د افغان دولت ټینګار بله مهمه مسله ده، چې د کابل چاپ ورځپاڼو پرې بحث کړې.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې افغان ولسمشر حامد کرزي خپل امریکایی سیال ته یو لیک استولې او ویلي دي، ترهغو، چې د بګرام زندان او بندیان په بشپړه توګه افغان لوري ته و نه سپارلې شي، امنیتي تړون نشي کیدای.

ورځپاڼې وړاندې د ولسمشر د ویاند څرګندونې راخستي او لیکلي دي، چې ښاغلي کرزي له جنرال جان الن او د امریکا له سفیر سره په لیدنه کې هم پدې ټینګار وکړ، چې د بګرام زندان د دواړو هیوادونو په اړیکو کې پریکنډه ارزښت لري.

سرنوشت:

سرنوشت بیا لیکلي، که امریکا غواړي، چې افغانستان یی تراتیژیک ملګې وي، نو باید د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، په افغان زندانونو کې به ستونزې وي، خو دا ددې دلیل نشي کیدای، چې یو بهرنې دې په یو خپلواک هیواد کې زندان ولري.

Copyright Larawbar 2007-2024