کور / تازه خبرونه / کندهار : ١٣ وسله وال نيول سوي

کندهار : ١٣ وسله وال نيول سوي

نېټه١٣٩١، ٠٩، ٠٨
کندهار افغانستان- د کندهار د ملي امنيت رياست مسؤلينو د تيري يوې اوونۍ په اوږدو کي د چاڼيزو عملياتو پرمهال په کندهار ښا راو ولسواليو کي د مخالفينو ١٣ تنه غړي له وسلو او مهماتو سره يو ځاى نيولي دي.
په دغو ١٣ تنو کي دوه تنه يې ګروپي قومندانان دي چي په کندهار ښار او غربي ولسواليو کي يې د مخالفينو د ټولو وسلوالو حملو، بم بريدونو او نورو ورانکارو فعاليتونو مشري کول اود هغوى اړوندي چاري يې هماهنګ کولې.
د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست رئيس ډګروال عسى محمد نن په اوونيزه امنيتي جلسه کي وويل چي له دغو کسانو سره يو ځاى ١٦ ميله کلاشنکوف، ٢٥ کړۍ ماينونه، ٣٧ د کلاشنکوف شاژورونه، ٧ پايې مخابرې، ٨ عدده نظامي درېشۍ، له چاودېدونکو توکو ډک زرنج او پنځه عرادې نور موټرسايکلونه نيول سوي دي.