کور / تازه خبرونه / ني مطبوعاتي دفتر ۱۱۰ خبريالانو ته فراغت ليكونه وركړل

ني مطبوعاتي دفتر ۱۱۰ خبريالانو ته فراغت ليكونه وركړل

په كندهار كي د خبريالانو د ملاتړ يا نى اداري ۱۱۰ تنه ښځينه او نارينه كسان د ژوناليزم په برخه كي روزلي او ورته د يو لړ مراسيمو پرمهال يي ورته فراغت ليكونه وركړل .
نى پر داسي مهال ښځينه او نارينه كسان په ژورنالستيكي برخه كي روزلي او ورته د فراغت سندونه وركوي چي په تيره مياشت كي په بيلابيلو غونډو كي پر سميزو ايف ايم راډيو ګانو نيوكي كيدي چي غيري معياري خپروني او نشرات وړاندي كوي .
د كندهار د ني د ساحوي دفتر مشر عبدالسميع غيرتمل وايي چي نوموړي فارغه سوي ښځينه او نارينه كسان د راډيويي ، ويډيويي ، چاپي ، د ژوناليزم د اساساتو او ځينو نورو برخو كي په ښه او معياري ډول روزل سوي ، او دوي كولاي سي چي په سميزو راډيو ګانو كي په كيفي او معياري ډول خپروني ولس ته وړاندي كړي او په دي سره به د سميزو ايف ايم راډيو ګانو د ښه والي كچه هم راپورته سي .
د غيرتمل په خبره چي د سميزو راډيوګانو د كاركوونكو د سطحي د لوړلو لپاره ګڼ پروګرامونه تر لاسه لاندي لري .
بايد وويل سي چي په كندهار كي د خبريالانو د ملاتړ يا نى اداري كارونه تر ډيره كندهاريو خبريالانو ته د منلو وړي دي او پر خپل وخت يي بيلابيلي غونډي جوړي كړي ، ستونزي يي راپورته كړي او ورته حل لاري يي هم په ګډه لټولي دي .
ياده اداره دامهال د كندهار ميشتو خبريالانو پوره ملاتړ لري او خبريالان په دي اداره كي د سميزو راډيوګانو د كاركوونكو روزل يي يو بل نيك اقدام ګڼي چي پيل يي پري كړي دي .