کور / خبرتیا او پيغامونه / په جرمني کي د يوه هنري بانډار خبرتيا

په جرمني کي د يوه هنري بانډار خبرتيا


دافغانانو کلتوري ټولنه په المان کي ویاړ لري دخپلو کلتوري هڅو په لړ کي یو هنرفلم جوړوونکئ ، سناريست او طنزليکوال دوکتور واحد نظريي بانډار جوړ کړي . په دې بانډار کي طنز ، فلم او موسیقی ته ځای ور کړه سوی دی. په بانډار کي به دافغانستان دسینما ،مشهور ډایرکتر او طنز لیکونکئ پوهنمل ډاکټر عبدالواحد نظري زموږخاص میلمه وي ، ترڅو خپل طنزونه ولولي او دده د کونډي زوی فلم ښکاره سي .
دغزلو په زړه پوری پروگرام د مشعل اندړپه ملګرتیا سره ددې بانډار دوهمه برخه جوړوي .


و ټولو ادیبانو او دادب دوستانو ته په دې بانډار کي په ډیره مینه دگډون بلنه ور کوو، چی دخپلو طنزیه ادبی لیکنو سره زموږ دا بانډار لا پر تمین کړي .


هغه دوستان ، چی په دې بانډار کي دگډون هیله لري ددسمبر دمیاشتی تر ۱۵ پوری دي زموږ سره په دې ادرس په تماس کي سي.
—————————————————————–
احمدالله رحمانی
info@afghanischer-kulturverein-owl.com
« Tel.: 05207957424 – 01714479385 »
www.afghanischer-kulturverein-owl.com
—————————————————————–