کور / تازه خبرونه / كندهار: په دولتي ادارو كي فساد ډېر سوى دئ

كندهار: په دولتي ادارو كي فساد ډېر سوى دئ

د كندهار دولايتي شورا غړي وايي چي په دولتي ادارو كي فساد خورا ډير سوي او هڅه كوي چي دي له جملي د پوهني برخه وڅاري ترڅو د فساد څخه يي وژغوري .
دا او ورته نور څرګندوني د شورا غړو د اونۍ په پيلني غونډه كي وكړه ، دوي وويل چي له دي وروسته به دوي خپله پوره پاملرنه د پوهني برخي ته واوړي او په بيلابيلو برخو كي به يي څارنه كوي ترڅو د پوهني بهير په كندهار كي په ښه ډول عملي او راتلوونكي نسل تر ي پوره كټه پورته كړي .
دولايتي شورا مرستيال رحمت الله وايي دوي پلان لري ترڅو نژدي او ليرو ولسواليو ته هم سفرونه وكړي او د سيمي د اوسيدونكو ستونزي له نژدي واوري او ورته حل لاره ولټوي په خبره يي چي د كندهار والي ډاكټر توريالي ويسا سره به هم په دي برخه كي خبري وكړي او وروسته به يو پلاوي وټاكي ترڅو د پوهني په برخه كي پرتي ستونزي په ګوته او د حلولو لپاره يي دولت او ولس په ګډه لاس په كار سي .
دولايتي شورا مرستيال وايي چي شورا ته زيات شكايتونه د قضايي ارګانونو په اړه راځي .
د نوموړي په خبره چي دوي ستونزه د قضايي ارګانونو د مسولينو سره شريكه كړي چي هغه د يادو ستونزو نه حل اود ستونزو ډير يده د خپلو ادارو كم تشكيل بهانه كوي .
له ډيري هڅي وروسته بيا هم ونه توانيدو ترڅو د قضايي ارګانونو د شكايتونو په اړه ددوي نظر واخلو .