کور / تازه خبرونه / پاکستان: په ۱۱ کلونو کي ۱۴ ژورناليستان وژل سويدي

پاکستان: په ۱۱ کلونو کي ۱۴ ژورناليستان وژل سويدي

په تيرو ۱۱ کلونو کي په پاکستان کي د ژورناليستانو د وژني پيښيو ددغه هيواد بهرني او کورني ژورناليستان اندېښمن کړي. د پاکستان دولت تردې دمه د ژورناليستانو د ژغورلو په چاره کي پاته راغلی، دآسيا ټايمز يو خبريال په خپل راپور کي پرون (۲۰۱۲،ډيسمبر،۱۲) ويلي د پاکستان شمال لويديځه سميه خيبر پښتونخوا د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک ترين ځای دئ.
پدې سيمه کښي په تيرو ۱۱ کلونو کي ۱۴ تنه ژورناليستان د خپلي وظيفې پرمهال وژل شوي. دې ته ورته په بلوچستان کي ۱۲ ژورناليستان، په سيند کي۹ ژورناليستان، په (فدرالي) سيمو کښي ۸ ژورناليستان او په اسلام اباد او پنجاب ايالتونو کښي ۶ ژورناليستان په تيره موده کښي په پاکستان وژل شوي.پاکستاني رسنيو ويلي چي په تيرو ۱۱ کلونو کي په پاکستان کي ۴۸ ژورناليستان وژل شوي، چي ۲۵ يې په ډزو، ۳ په ځانمرګو بريدونو کي، ۷ په بمي چاودنو کي، ۴ په مخامخ جګړه کي او ۹ تنه ژورناليستان مخکي ترمرګ په مرګ ګواښل شوي او وروسته له هغه وژل شوي.
يواځي په ۲۰۱۲ کال کي په پاکستان کي ۶ خبريالان ووژل شول. ددې ترڅنګ په پاکستان کي يو شمېر خبريالان زخميان شوي، تهديد شوي، بې عدالته بنديان شوي، تښتول شوي او وهل شوي، يو شمير يې اړيستل شوي چي چپ پاتي شي، او يو شمېر نور هم د ځينو استخباراتي کړيو لخوا نيول شوي. په تيرو لسو کلونو کي د وال سټريټ ژورنال د ژورناليست (ډانيل پيریل) وژنه ترټولو ستره قضيه وه، چي دغه قضيه د آسيا ټايمز د يوه ژورناليست (سليم شهزاد) لخوا څېړل شوې ده.