کور / راپور / ننګرهار: د ويني ورکولو او چاپيريال ساتني علمي کنفرانس

ننګرهار: د ويني ورکولو او چاپيريال ساتني علمي کنفرانس

په ننګرهار عالې لیسه کې د وینې ورکړي او چاپیریال ساتنې په اړوند علمې ورکشاپ

د ۱۳۹۱ د لیندۍ په اومه نيټه د ويښ افغان ټولنيز اصلاحي تحريک د ننګرهار عالې لیسې په تالار کې د وينې او چاپیریال ساتنې په اړوند علمې ورکشاپ جوړ کړ، چې د درېځ چارې یې نظیف الله ځیرک پر مخ وړلي. ورکشاپ کې څه دپاسه ۲۰۰ شاګردانو ګډون درلود، ورکشاپ د سهار په نهو بجو د قاري صيب انعام الله له لورې د قرانکريم په څو مبارکو ايتونو پيل شو.

د ورکشاپ په پیل کې نظیف الله ځیرک د ویښ افغان اصلاحې تحریک په اساسي موخو او په ننګرهار ولایت کې د پلي شؤو خدماتي فعالیتونو او کمپینونو په اړوند رڼا واچوله او بیا د پرانیستې وینا لپاره د ننګرهار عالې لیسې مدیر ګل میران اصغري درېځ ته راوبلل شو.

مدیر صیب په خپلو خبرو کې د ويښ افغان اصلاحې تحریک له راغلو غړو څخه مننه وکړه چې د وطن د بچو په تربیت او روزنه کې فعاله ونډه اخیستې، اصغري صیب وویل چې:« چاپیریال ساتنه زموږ په هیواد کې نن سبا ډیره اړینه لیدل کیږي او په ځانګړې توګه په مکتبونو او لیسو کې باید استاذان او شاګردان ورته ځانګړې توجه وکړي، لومړی باید ټول شاګردان خپل نظافت مراعت کړي او بیا د چاپیریال شاوخوا خځلې او ککړتیا پاکه وساتي، موږ باید د لیسې په انګړ کې ډول ډول نیالګي نیال کړو چې تر څو یې ګټه نه یوازې موږ ته بلکې راتلونکي نسل ته ورسیږي، او دوهمه دا چې د وینې وړیا ورکړې پروګرامونو کې باید موږ او تاسو د افغانستان له ولسمشر او د هغه له مرستیالانو څخه ځانونه کم رانه ولو چې هغوئ هم په دغه پاک کمپین کې ونډه واخیسته. موږ افغانانو ډیري ویني تويې کړې دي خو تر اوسه مو سم درېځ مالوم نه شو. ګرانو شاګردانو! راځئ چې وینه ورکړو او په وطن کې د هر رنګه ناخوالو د منځه وړلو لپاره اوږه په اوږه کار وکړو، راځئ چې د نورو قومونو سره په پوهنه او روزنه کې سیالې وکړو او د وخت هر چیلنج ته ځانونه سپر کړو.»

استاذ فضل واحد فضلي دریځ ته د وینا لپاره راوبلل شو، فضلي صیب وویل چې: « پخوا دغه لیسي ډیر ښکلی چاپیریال درلود، د ولایت مقام څخه د ډول ډول ګلانو مرسته شوې وه چې چاپریال ته یې ډیره ښکلا بخښلې وه، خو متاسفانه ځینو استاذانو او شاګردانو هغه ټولې ګلدانې او ګلان د خپلو کورونو د ښکلا لپاره د لیسې نه انتقال کړې، دا زموږ او ستاسو ایمانې وجیبه ده چې په هر ځاې کې مو خځلې لیدلې نو باید هغه خځله دانۍ کې واچوو، خپل ټولګی پاک وساتو. زما یو شاګرد راته یوه ورځ وویل چې د ویښ افغان د وینې د کمپینونو لړۍ ما د رسنیو له لارې تعقیب کړی ده چې ماته یې دا جرئت راوبخښلو چې د ننګرهار عمومي روغتون کې مې د یوې لا چارې بوډۍ زوی ته وینه ورکړه نو هغې بوډۍ مور د خپلې ټيکري د پيڅکې څخه ۲۵۰ افغانې راوخیستې او په رېږدیدلي لاسو یې ماته ونیوې چې بچیه دا واخله او د ځان لپاره پرې جوس واخله، زما د سترګو نه ناګهانه اوښکې روانې شوې او بوډۍ مور ته مې د مننې نه پرته بل څه خولې ته رانغلل او ترې روان شوم، او پیسي مې ترې وانخیستې، راځئ چې سره یو شو که نه وي نو ورکیږو، او په پاې کې زه په خپل وار د ویښ افغان غړو څخه د زړه له کومې منندوی یم.»

د ویښ افغان اصلاحي تحریک غړي او د ننګرهار د څانګې مشر ډاکټر زرعلي معروف په خپل وار د وینې د ورکړې او چاپیریال ساتنې په ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې:« وینه د انسان په بدن کې د هډوکو په منځ کې د الله تعالی د قدرتونو سره سم جوړېږي. د ټولو انسانانو وینه په څلورو ګروپونو چې د (A-B-AB-O) منفې او مثبت تقسیم شوې ده. وینه اخیستونکی او وینه ورکوونکی باید اول خپل ګروپونه مالوم کړي، هر څوک چې وینه ورکوي د هغه لازمې معاینې ترسره کېږي، څوک چې وینه ورکوي باید بالغ وي او د وینې هیڅ ډوله مرض و نه لري، هر څوګ چې وینه اخلي باید د وینې اخیستونکې سره یې ګروپ مساوي وي، سره کريویات د انسان بدن ته آکسیجن په سمه توګه انتقالوي، تلسېمیا مریضان په دوامداره توګه وینې ته اړتیا لري.

د چاپیریال ساتنه خورا زیات اهمیت لري چې په یمن هیواد کې په راروانه میاشت کې په همدې اړه یو لوی کانفرانس دایریږي. چاپیریال په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه زموږ او ستاسو په صحت باندې بد اغیز کولی شي، چاپیریال د پنځو مختلفو ککړتیاوو لکه د اوبو، هوا، ځمکې، شور يا غالمغال او د زهرجنو موادو ککړتیا څخه عبارت دی، د چاپیریال د ککړتیا له امله قلبي، سرطان، نفس تنګې او رواني ناروغتیاوي منځ ته راځي. ګرانو شاګردانو تاسو که هر کس یوه- یوه ونه په خپل نوم په لېسه کې نیال کړئ او د هغې تر رسیدو پوري یې پاملرنه وکړئ دابه ستاسو چاپیریال ته یو نوی رنګ ورکړي او زموږ څخه وروسته پیړۍ ته به ډیره ګټه ورسوي.»

بیا د ورکشاپ په اړوند شاګردانو او ګډون کوونکو پوښتنې پیل کړې، چې لومړی محمد فواد د یوولسم دال ټولګې زده کوونکي وویل: که چیرته زه یو ځل وینه ورکړم او بیا یوه اونۍ وروسته یو عاجل ناروغ ته د ویني اړتیا وي نو آیا زه کولاې شم چې بیا وینه ورکړم؟ ډاکټر معروف په ځواب کې وویل: هیڅکله موږ او تاسو د څلورو میاشتو نه مخکې باید وینه ورنکړو چې د وینې د سرطان سبب ګرځي. بیا شبیر احمد اتل د یوولسم واو ټولګې زده کوونکي وویل: که چیرته وینه ورکوونکی محرقه یا ملاریا ناروغي ولري آیا وینه ورکولاې شي؟ ډاکټر صیب وویل: په دغه صورت کې وینه نه شي ورکولی. مولا نظر د یوولسم دال ټولګي زده کوونکي وویل: چاچې نوی واده کړی وي آیا وینه ورکولی شي؟ معروف صیب وویل: واده د وینې پر ورکړه څه ځانګړې اغیزه نه لري. او بیا خیرالله د لسم هـ ټولګي زده کوونکي وویل: که یو مریض ته مختلف النوع ګروپ وینه ورکړل شي آیا کوم اغیز لري؟ ډاکټر صیب وویل: هو، او د ناروغ د مړینې سبب ګرځي. ورکشاپ د استاد فضلي په دعایه پاې ته ورسید.

بیا يو شمېر شاګردانو د وینې د ورکړې په عمومې لېست کې ځانونه راجستر کړل. او د هغې وروسته د چاپیریال د پاک کارۍ اشر وشو.
ترتیب کوونکې: د ویښ افغان د اړیکو کمیټه (جلال آباد څانګه)