کور / هراړخیز / اټم بم

اټم بم

اېټم بم د غټي بر بادۍ د پاره جوړ سوئ دئ.داېټم په جو ړولو کښې یو را نیم اوپلو ټو نیم کا رېږي. د یوه اېټم بم زور او طاقت د زر گونوبمونوسره یو شی وي.
دا وخت له امریکا،روسیه،فرانسه،چین،بريطا نیا، هند،اسراییل،سهېلي افریکااو پا کستان سره اېټمي وسلې ،تو غندي او بمونه سته.
لومړی اېټم بم امریکا پر جا پان په شپږم اگست نولس سوه پنځه څلوېښت او دویم اېټم بم یې دوه ورځي ورسته په اتم اگست وغور ځاوه.
چې په زرگونو خلگ پکښې مړه سول.یاد هغو د تن غو ښي توی سوې.هغه وخت اېټم بم د نن په مقبل کښې کوشني اوبې هوډه وو.نن تر هغه ډېر زیات زور اور او غټ بمونه او توغندي سته.
په دویمه نړیواله نښته کښې یاني په نولس سوه څلوېښت کښې امریکا د اېټم د جوړولو پلا نونه پیل کړل.او د اېټم د جوړولو د پروژې نوم یې منها ټان کشېښوده.دا یو ډېر غټ عسکري پروژه وو.
چې د روبرټ هوپېن هیمر په مشري کښې یې خپل کا رونه پیل کړل.دپروژې یو جرمن ساینس پوه اوټو هان او فرېټز سټراسمین د اېټم د ما تولو اود اېټمي وسلې په جوړولو کښې بري سول.
د خپلي تجربې د لیدلو د پاره د منهاتن د پروژې ساینس پو هانو دوه اېټمي بمونه پر جاپان و غور ځول.او دهغو تجربه کا میابه سوه.
د دغو اېټمي تجربو له عمله یو لک پنځلس زره خلگ مړه،نهه زره ورک، او یو لک دېرش زره د عمر دپاره د اېټمي روڼا وو او دتاوده اور له عمله ټپیان ړانده گونگیان لېونیان یا د بدن د پوست او د بدن د غوښو د لوېدلو ټپیان سول.ولي چې د اېټم د غور ځولو پر مهال د هغه ځای یا سیمي د تودوښي لوړه درجه اووه زره سنټي گرېډ ته ورسېږي.د ورکو او بېدرکو خلگو څخه داسي ما لومېږي.چې هغه تور سکاره او اېرې سول.د اېټم بم دروڼا له لیدو سره سترگي ړنديږي.ولي چې تېزه روڼا د سترگو پردې پرې کوي.اود سترگو اوبه را ووځي.دجا پان یوې انجیلۍ د یو سل شل میل لېري څخه د اېټم بم د غور ځولو روڼا لېدلې وه.بیا د ټول عمر دپاره په سترگوړنده سوه.د ایټم بم له ږغه څخه د غوږو پردې پرېکېږي.د انسان زړه درېږي.انسان لېونی او گونگی کېدای هم سي .
په نولس سوه یو کم پنځوست کښې روسیه،په نولس سوه دوه پنځوست کښې بریطانیه،په نولس سوه شپېته کښې فرانسه،په نولس سوه څلور شپېته کښې چین ،په نولس سوه څلوراویا کښې هند ،په نولس سوه اته نیوي کښې پاکستان د اېټم بم پر جوړولو لاس بري سول .