جرګه : احمدزي وزیر،محسودې له سیمې ووځي
لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا )
واڼه:د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د احمدزو وزيرو جرګې په خپله سيمه کې میشتو محسودو کډوالو ته ویلي چې تر پنځم دسمبره پورې دې ددوی له سیمې خپلې کډې بار کړي. جرګې دا پريکړه په ځايي طالب قومندان ملا نذير باندې تر بريد وروسته وکړه.په واڼه کې جرګې په خپله پرېکړه کې ویلي چې د ټاکل شوې نېټې وروسته که چیرې د وزير قبیلې يو تن د محسود قبیلې کډوالو يا طالبانو ته پنا ورکړه نو لس لکه روپۍ به جرمانه کولی شي او کور به يې هم سوزولې شي .جرګې حکومت ته ویلي دي چې تر پنځم دسمبر وړاندې، د وزير علاقي په سرکاري زمکه يا ودانیو کې آباد محسود کډوال له سيمې وباسي.وزيرقبایل شک لري چې په مولوي نذير بريد کې د محسود قبيلې ځینې کسان ککړ دي.مولوي نذيز د طالبانو د حکومت پلوی ډلې قومندان دی.