کور / شعر / د يوې محرومې پېغلې فرياد

د يوې محرومې پېغلې فرياد

نور پر قراره باندې نه کښېنمه
نور د دې جبر په لمبو کې زندګي نه کوم
نور د ناوړو رواجونو هتکړۍ ماتوم
نور د هجران په تورو شپو کې زندګي نه کوم
نور چوپه خوله او لاس تړلې کېناستی نشمه
يوه ناره د محبت او انسانيت کومه
زه يو سپېڅلی انقلاب او بغاوت کومه
یو به قلم بله ډېوه د اسلام
د لاس ورغوي کې وړم
د پښتنو هريو تياره کور به
روښان کړمه پرې
او پر قلم به ښه په زغرده
دا يو بيت وليکم
(د رب ج لپاره پښتنو ځانونه و پېژنئ
ستاسې لپاره ، خو څه ځان له پيغمبر نه راځي)
۱۳۹۱/۸/۳۰ ليندۍ
پکتيا ميډيا سنټر