کور / کیسه / بې وخته واده

بې وخته واده

لنډه کيسه

هغه د ښوونځي په دوولسم ټولګي کې درس ويلو له ده سره په ټولګي کې ډير داسې ځوانان هم وو، چې وادونه يې کړي او يا نورو ته د کورنۍ لخوا د وادونو بندوبست روان و.او يوازې رحيم په ټولګي کې نه و، بلکې دده په څېر نورو ځوانان هم وو، چې وادونه يې د اقتصادي وضعيت د خرابولي له امله نه وو کړي، خو رحيم يوه خور درلوده اوپه لسم ټولګي کې وه، پلار يې په ښار کې د بنجاره توکو هټۍ درلوده او په دې ډول يې خپله کورنۍ ساتله.

يوه ورځ رحيم له ښوونځي يو څه وختي رخصت شو، ډير خفه معلومېده ، له ځانه سره يې اوتې بوتې ويلې او ډير په قهر و، ځکه هم ټولګيوالو يوځل بيا د نورو ورځو په څير په عذاب کړى اولمسولی و، ټولګيوالو به هر وخت ورته ويل رحيمه ! نور خو زوړ شوې پلارته دې ووايه چې واده درته وکړي په ځوانۍ کې چې له واده خوند وانخلې نور يي بيا څه کوي، په کور کې دې خور شته واده درته پرې وکړه. همدا خبرې وې، چې په دې ورځ يې رحيم کور ته ډير په غوسه راوست.

کله چې مور وليد، نو يې ورته وويل : رحيمه زويه ستړی مه شې !

رحيم له ډيرې غوسې څخه د مور ستړي مه شئ هم وانه خيست موريې بيا غږ پرې وکړ، رحيمه زو يه! په ښوونځي کې د له چاسره لانجه کړي که څنګه داسې په غوسه ښکارې.

ده ورته په ځواب کې وويل :مور ې مورې ! له تا او پلار څخه زه ډېر خفه يم ځکه داڅوکاله کيږي ،چې زه درته وايم چې ماته واده وکړئ تاسو مې هيڅ غم نه کوئ.

– زويه هغه دپښتنو متل د نه اوريدلی( چې کال ګوره لوړ واهه) زويه تاته خو مونږ ويلي وو ،چې ته له خيره پوهنتون خلاص کړي بيا به ګورو اوس خو ګرانه ته په خپله واده غواړي داسي وخت به راشي چې بيا به غټ غټ خلک کور ته جرګې راليږي وايي به چې مونږ رحيم ته لور او خور واده وو ،داسې وخت به ضرور راځي انشالله خو ته يو څه غاښ ټينګ کړه.

– مورې داڅه دغاښونو ټينګول دي زه وايم دغاښونو په ډيرو ټينګيدو سره به مې غاښونه ټول توی شي. دادی څوکاله تير شول، چې تاسو ماته د واده ژمنه راکوئ .

– زويه ګورې نه زرلښته خور دې هم کوچنۍ ده لا يې د پيغلتوب دوره نه ده بشپړه کړې او هغه هم په لسم ټولګی کې ده، که خداى کول هغه به هم پوهتنون ووايي او بيا به د واده غم کوو.

– مورې داخو زه نه منم زما ټولګيوالو اکثرو وادونه کړي دي ماته يې هم وکړئ . دوی هر وخت ماته پيغور راکوي چې تاته واده نه کوي نو زه بيا ګرم يم اخر اوس خو لوی يم په کار ده چې واده راته وکړئ.

– زويه! ستا خبره سمه ده خو ستا ټولګيوال به شته لري، دوی به د ښه ژوند د تېرېدو لپاره د ډيرو شتو خاوندان وي ، زه وايم چې پلار دې اوس مهال ايله بيله يوه هټۍ لري په دې وخت کې هر څه داسمان سرته ختلي ډيره لويه قيمتي ده .پلار دې ايله دکور لګښت پوره کوي ته هم په زده کړه بوخت يې بل موهېڅوک دګټې وټې نشته. که چيرې تاته واده وکړو نو اړتيا ده چې له تاڅخه درس پاتې شي او په خوارۍ مزدورۍ لاس پورې کړې ته لږ صبر وکړه خداى مهربان دى . زويه! واده په اوسني وخت کې ډير لګښت غواړي د پښتنو وطن دى دومره يو څه به دخلکو د خوراک او څښاک لپاره هم تياروې.

– مورې پريږده داخبرې تکراري دي هر وخت په دې لګيا وې ، په دې وخت کې يي پلار کور ته راننوت د رحيم مور ستړي مه شى ورکړ.

خو رحيم هيڅ غرض پرې ونه کړ ،هغه دخپلو ټولګيوالو او کليوال خبرې يې په ذهن کې راتاو شوې پلار ورته وويل: چې بيا مو څه را خېستې دي؟

موريې ورته وويل: رحيم واده غواړي هغه زړې خبرې ډنګوي.

پلا ر يې ورته وويل ياره يو خو رحيم ځوان دې ته پام نه کوي ،چې اوس مهال د واده دی او که د زده کړې .

رحيم له غوسې څخه تک سور شو او په ولاړې ودريده مور او پلا رته يې ګوټه څنډنه وکړه تاسو د تربورانو څخه هم نه شرميږئ دوی خپلو زامنو ته وادونه کړي ، تاسو ولې دومره فکر نه کوی ،چې خپل زوی ته واده وکړی .له تربورانو هم شرم دی زه د وروستۍ خبرې په توګه تاسو ته وايم ،چې ماته واده وکړ ئ ګنې په لوی غم به مو واړوم بس دادی زه درنه ولاړ م. رحيم په غوسه له کور نه ووت.

مور اوپلا ر يې د رحيم د واده په سر ډيرې خبرې سره وکړې، د تربورانو خبره او نور اړخونه يې را وخيستل په هغه يې بحث سره وکړ دوی بالا خر خبره پدې سره غوټه کړه که هرڅه کيږي که له زرلښتې څخه درس پاتي کيږي اوکه له ده څخه پوهنتو ن، ځکه د پښتنو او تربورانو وطن دى، هسې نه په بله بلا واوړو ، د رحيم مور او پلا ر د واده په لټه کې شول هغه ؤ چې په خپل قوم کې له ډيرو شتمنو خلکو سره يې د رحيم د واده پر سر خبرې وکړې . دوی دخپلو لور او زوی د باسوادۍ په هکله ورته وويل :خو هغو يوازې د رحيم مور او پلا ر ته ويل: چې مونږ خپله خور لور داسې کسانو ته نه ورکوو ،چې ښه پريمان شته او جايداد ونه لري اويا په حکومت اونورو لوړو ادارو کي دنده ونه لري . له غريبو خلکو سره مونږ واده نه کوو.
د رحيم پلا ر اومور دډيرو هڅو په پايله کې دداسې يوې کورنې سره کوژده وکړه، چې هغه په اقتصادي لحاظ دوی ته ورته وو. دهغې کورنۍ ټول غړي نا لوستي وو، زرلښته يې د يوه بې سواده ځوان په نامه کړه ، په لسم ټولګې ترې درس پاتي شو، ر حيم چې په دوو لسم ټولګي کې و، يوه نالوستي جينۍ يې ورته وکړه، د واده پر مهال ددوی دخپلې خور په زيوراتو او نور خوراک او څښاک باندې ډير لګښتونه وشول، حتی درحيم پلار ډير پوروړى شو . کله چې رحيم واده کورته کړ، اقتصاديې ډير ښکته راغی رحيم دڅه وخت لپاره دخپلې ميرمنې سره شپې او ورځې تيرې کړې، کورکې يې داسې څه نه درلودل چې پرې ګذاره وکړي.او ټول شته يې په واده ولاړل پلاريې سپين زيرى هم و بالا خره خپلې ښځې به ورته ويل اخر ځوان يې د پښتنو وطن دى پلا ر د هم سپين ږيری دی، يو څه مزدوري ځان ته پيدا کړه،رحيم به ورته ويل: تاسو عجب خلک يئ ما وګوره اومزدوري!، ډير سره لرې دي زه نه شم کولی چې مزدوري وکړم داخلک به څه وايي چې يولوست کس وګوره چې دلاس مزدوري کوي. داسې وخت راغى چې درحيم پلار يو څه ناروغ شو

له دوستانو څخه يې دپلاره دتداوى په خاطر يوڅه پيسې راقرض کړي په رحيم غربت لانورې هم منګولې خښې کړې .دېته اړ شو چې په مزدور ۍ پسې ووځي

رحيم دلاس مزدورې پيل کړه کله به يې چې روزانه مزدوري پيدا نه کړه نو په ښار کې به يې دلاس ګډۍ چلوله بس همداسې يې دکورنۍ لګښت ته اوږه ورکړې وه .

يوه ورځ داسې هم راغله چې رحيم په مزدورۍ بوخت وو دده دوه تنه هم ټولګيوال چې تور بکسونه يې په لاسونو کې وو ګورې چې سترګي يې په رحيم ولګيدې دوی په خپلو مينځو کې سره وکتل او ويي ويل ياره داهغه رحيم نه دی ؟دوی ورته ودريدل او ويي ويل ډير افسوس دى داخو واله ډير غريب شوی او هر څه تري پاتي شوي مونږ داسي فکر کاوه چې دزده کړو لپاره به کوم بهرني هيواد ته تللي وي . دى خو زمونږ دټولګي اول نمره و ډير ذهني او تکړه هلک و، هر ډول مضامين به يي زده کيدل اوس خو ډير په بدحالت کې دی دوی سره وويل راځه چې نږدې ورشو کله چې نږدې ورغلل سلا م يې ور واچوه

رحيم ددوى سلام ته وعليکم سلا م ووايه ، دوی ته يې ستړی مه شی ورکړ او دواړو ټولګيوالو يې په ځانونو باندې ښې ګوتې وهلي وې لوکسې دريشۍ ،پينشاټ يې کړى او عينکي يې په سترګو وې.

رحيم پدې وخت کې ورته موسکی شو ،چې هرکله راشئ لاس يې ورکړ،انجينرانو صاحبانو څه حال دی ښه يي دوی ورته وويل شکر دی .

رحيم دا فکر وکړ چې داخو دهمدغې کار څښتانان دي چې دى ورسره مزدوري کوي نو د هيلې په توګه يې ډير ور پوري ونښليده.

– شکر د خداى دى تاسو څنګه ياست ؟

– بس شکر دى ګذاره روانه ده .

– ياره وروره مونږ غواړو له تايوه پوښتنه وکړو .

– په سترګو انجنيرصيبانو زه چمتو يم، چې ستاسو پوښتنو ته ځواب ووايم.

يوه ټولګيوال ترې پوښتنه وکړه تاسو رحيم نه ياست ؟

-ولي نه انجنير صاحب

-خواهيش کوم مونږ دې وپيژندو ؟

– نا والا تا سو څوک ياست؟

زه مير جان يم دغه بل انور دى ده له ځان سره څو شېبې فکر وکړ، هغه د هم ټولګيوالۍ صحنې يي سترګو ته ودريدې نو ويي پيژندل بير ته يې بيا په يوه اوبل باندې غيږرا تاو کړه ورته يي وويل: ډير ښه خوشحاله شوم.

مير جان ورته وويل رحيمه ! باور وکړه ډير زړه مو درباندې وسوځيده په ډيره بده ورځ کې مو وليدې.

رحيم ورته وويل دا ژوند دى وروره داپه کې راځي.

انور ورته وويل زده کړې د ولي پريښودې رحيم يو څو شيبې غلى شو بيا يې دژوند تير داستان په ژړغونې اوخفه اندازه کې ورته بيان کړ.

دوی ورته وخندل ياره رحيمه! ډير غلط کار دکړی مونږ هم ستاپه شان دورته برخليک سره مخامخ وو، خو مونږ صبر وکړ تحصيلا ت مو وکړل.

مير جان ورته وويل زه اوس دخپل کلي دکلينک مشر يم او انور دګمرک ريس دى ما د طب پوهنځی ولوست او ده اقتصاد ووايه وادونه مو دا يو دوه کاله کيږي، چې کړيدي يوه پيسه ولور مو هم نه دى ورکړى ماته هغه زمونږ دکلي لوی شتمن سړی مير بازخان مفته لور راکړى يوه روپۍ ولور يې هم نه دى اخيستى خدای شته ما طبعه هم نه وه، خو په ډيرو زارويو يې زما پلا ر اومور پسې مشران راوليږل ټول لګښتونه ده په خپل غاړه واخيستل حتي تردې پورې چې زمونږ دټولې کورنۍ لګښتونه يې هم ومنله انور ته هم هغه پخواني وزيرچې څوکاله دپلان وزارت پرڅوکۍ پاتې شوى ښاغلي ګل محمد چې اوس په بهرني هيواد کې دی او کله کله وطن ته راځي زامن يې ځينې په بهر لوړې زده کړي کوي اوځيني يې په نړيوال تجارت بوخت دي دهغې لور مو ورته کړيده .مير جان ورته وويل تاخو ډير ساده کاروکړ رحيمه! بې وخته د واده وکړ دخپلې لوستي خور ژوند د هم برباد کړ خپل ژوند دهم دکړاوونو اوتکليفونو سره مل کړ.

رحيم هک پک حيران ودريده او يو سوړ اسويلى يې وکيښ خپل تندى يې په څپېړه وواهه هاى هاى. بيا يې دوى ته مخ ور واړوه او ورته يې وويل بس هرڅوک چې بې وخته واده وکړي زما په شان به خوار، ذليل اوخاورې په سر وي… د ژوند هره شيبه به يې دتکليفونو او کړاوونو سره مخ وي . .