کور / نوميالي / (( غني )) دبغاوت سپيڅلى شاهنشاه

(( غني )) دبغاوت سپيڅلى شاهنشاه

د عبــدالاحـــد ( پـــيـــغــام ) لـــيکــــنه – کابل
عبدالاحد پيغام


 


 


 


 


ګوره دفقير كچكول كې تاج دسكندرپروت دى


زه يم دسخيانو ، دشومانو  ګدا نه يم


 


غني خان غني دپښتوشعر دبغاوت هغه سپيڅلى شاهنشاه اوميړنى اتل دى چې تل يې دحق اوعدالت چيغه جګه كړې اودظلم په وړاندي يې دسپيڅلي بغاوت جنډه اوچته ساتلې ده .


دغني بغاوت رندانه بغاوت دى ،ددې بغاوت ژبه ډيره رنګينه ،خوږه اودفلسفي ژورتيا ډكه ده .



زه يې په غروردرنه دميني په نوم غواړمه
زه ملنګ بې نيازه ستا د وير  واويلا نه يم


دغني بغاوت يورنګين انقلاب دى ،هغه د مردان مارچ په حواله خپل بابا پاچاخان داسې ستايې :



 


راشه اى خوشحال بابا       اى خالده وګوره
پاڅه علي مرتضى             داتماشه ووينه
جنګ له دى منصور روان
توپ او نه تفنګ لري
نه د تورو پړق لري
نه د زغرو شرنګ لري
زور د دښمن نه ويني        داسې ليونى روان
دار او  رسن نه ويني         دغه دمستانوخان
دا  د  پښتنو ملنګ           څه بادشاهي رنګ لري
جنګ له دى منصور روان
توپ اونه تفنګ لري
تاج يې د ازغو په سر        مست لكه مجنون روان
نوم د پښتنو  ګټي           زوى دى دپښتون روان
نر، دا د نرانو خان             څه غيرت اوننګ لري
جنګ ته دى منصورروان
توپ اونه تفنګ لري


 


منصوردغني دسپيڅلي بغاوت قهرمان دى دغني دبغاوت په سر دمنصوردغرور اوسرور تاجونه ايښودل شوي دي ،غني ، دازادۍ دلارې شهيد ته دمنصوردبچي خطاب كوي اوداسي وايې :


اى شهيده ،اى عاشقه ،اى بچيه دمنصور
په خنداجانان له لاړې ،ډوب درياب كي شوې دنور
نادان درپسي ژاړي ،ماشومان درته مجنون وي
ليوني درته پسخيږي  ،اى ايرې دكوه طور
ننګياليه سر دې وركړديارخپوكې دي لوګى كه
اوس يې ګوره مُسكي سترګې ښكلي ډكې دغرور
ماراوړي تاله نه دي دسروګلواميلونه
دجنت بلبلان څه كي ددنيا دباغ ګلونه


***
تاكړې خپلې سترګې خاورې چې زماشي پرې روښانه
تاقصه زما ددرد بره يوړه تراسمانه
ستا دوينې څاڅكي څاڅكي چې تاتوۍ كړه دارمانه
ماته سرې ډيوې بليږې په كوڅه كښي دجانان
ددنيا تاجونه ځارشه ستا دبخته ستا دشانه
دليلا په زنګون پروت يې دمجنون څيري ګريوانه
ماراوړي تاله نه دي درامبيلواميلونه
دجنت بلبلان څه كي ددنيا دباغ ګلونه


منصوردغني دارادت وياړلى څلى دى ،دمنصورپه هكله غني داسي وايې :


منصوريوليونى و، دمعشوق اداب يې هيركړه
منصوريوليونى و،دمستۍ شراب يې ډيركړه
وې مستي دازما،نه ده دجانان دسترګونوردى
زما دخولې خبرې هم تورات اوهم زبوردى


***
دارنګ زما دسترګونه دي رنګ دي دجانان
داشرنګ زما سينه كي دپښوشرنګ دي دجانان
منصورچيرته ليدلى دمخ نور، و  دجانان
دامست چي پرې منصورشوداسرور،ودجانان


***
وې دحسن ارماني نه يم زه دحسن سمندريم
زه مست ليونى نه يم ،زه مستي دبحروبريم
دارنګ زما دسترګونه دى رنګ دى دجانان
داشرنګ زماسينه كي دپښوشرنګ دى دجانان


***
عالمه راشي واورې چي زه نور اوزه رڼايم
زه ګل يم زه بلبل يم ،زه وصال زه محبوبايم
منصورخوپخواډوب شو،داتش نوردي دجانان
دانه دي منصورنه دي داسروردي دجانان


***
خبرپري ملايان شو،وي منصورځان ته الله وايي
داكفرداغرورچه يي هرچاته برملاوايي
وي كافردي شي سنګساردي چه پليت نشي جهان
بادشاه دليونويي زولنوكښي كه روان


***
منصوروي خلقه واوري چي زه نوراوزه رڼايم
زه ګل يم زه بلبل يم ،زه وصال زه محبوبايم
منصورخوپخواډوب شوداتش نوردي دجانان
دانه دي منصورنه دي داسروردي دجانان


دغني شعر له ميني ،بغاوت ،مستۍ اوفلسفي ژورتيا سره ملګري دي ،له همدي امله غني دفلسفي شاعر په نوم شهرت موندلې


څنګه څنګه په يوګوټ كي داجهان اواسمان واچوم
دشبنم څاڅكوكښي څنګه دسيندونودوران واچوم


بل ځاي داسي وايي :


خان عبدالغني خانچاته يي ښايست وركړوغمګين
چاته يي غم وركړوښايسته
زه يي مست اوهم هوښياركړم
هم يي په تخت كړم هم په تخته


غني خپل رب ته داسي وايي :
اي په ښايست مينه جوړونكي دګلاب ربه !
ستاښكلي دنيا شوه دڅاروي اودقصاب ربه


***
تاچي دچاحسن له دخپلوسترګونوروركړ
تاچي دخپل ځانه چاله مينه اوسروروركړ
هغه محبوبه ستا آدم نه دي آدم خوردي
آښيسته ګلاب ستا ګلاب نه دي اوردي اوردي
هغه ستا دلاس ګل پروت په وينوكي سمسوردي
ستاخليفه ربه !آدم نه دي آدم خوردي


***
تاچي چاله جوړه كړه دحسن اوګلز ا ر قصه
وركړه مشغولاله دي دميني اودلد ا ر قصه
تاچي چاله ستوري اوسپوږمي اوماښام جوړكړلو
تاچي چاله مينه ومستي اوخرام جوړكړلو
سترګي يي دي پټي هغه نن دزهروپيني څښي
ستا په نامه ربه !نن سړي دسړوويني څښي


دكربلا ستره اولازواله حماسه هغه رنګين درددي چي دغني دبغاوت رنګ يي نورهم رنګين كړي غني دغي حماسې ته داسي يوشعرويلي چي دپښتودشعرپه حماسي ځمكه بل داسي يو شهكار چيرته نه دي ليدل شوي داشعريوه مرثيه ده چي زه يي ځيني برخي ستا سو حضورته وړاندي كوم :


داقيامت دي كه معراج دي اوكه ورځ دكربلا؟
دي داشګوكي سري ويني كه ګلونه دلالا ؟
يوخمارزهروكي ګډدي تري نه ډكه ده پيالا
څه په جوش ورته روان دي دمينوسربالا


***
نن باچا دعاشقانودرروان دي اي جانانه
شان دميني درته ښايي ،توان ددي خاوري بي توانه
ټول جهان تياره كښي رپي ،يوبڅري ځي روښانه
ګوره سترګي يي ځليږي ،په څه نوي نورمستانه
ستامنصورورته پسخيږي ،ستاعيسي ورته حيرانه
دادده د دردلمبي دي ،كه دنورستوري روښانه
يوګلاب ځان له روان دي،تك تورسوي بيابان كښي
يوه سپينه شمع خاندي ،ديوقهرپه توپان كښي


***
بره مه ګوره حسينه !نن ستاخداي دي ستا جانان
نه مددكي نه پره كي ستا دي وخت دامتحان
ستا اختياراوتقدير يوشوپه دي ورځ په دي مكان
ستا دميني مستي ګوري ،زوردي ګوري دايمان
اي دسروګلابوڅانګي ،نن ماښام دي نن خزان
داكافري شګي تږي ،ستا دوينودارمان
ځه ورځه زماجانانه ،ساقي لري ميخانه كړه
دسوراوراوسورخمارنه ،تالئ ډكه پيمانه كړه


***
ګوره ګوره پاكه ربه ،عجيبه ميدان دجنګ دي
يوخواه زورتوري صفونه ،بل خواه تش دحسين ننګ دي
يوخواه زور،غروراوحرص ،قت په قت اوڅنګ په څنګ دي
بل خواه يومين ايمان دي ،مستانه اوپه غورځنګ دي
ربه اوګوره فرعون نن بيا موسي سره په جنګ دي
عجيبه شين زمري دي ،هم باچادي هم ملنګ دي
يوخواه سترګي دي دكاڼو،هرضميرخوړلي زنګ دي
بل خواه وړوكي خوارټولي دي ،مري دتندي په ساه تنګ دي
دهريونظركي ګوره ،نرتوب څه چي ليونتوب دي
دآدم دشان قصه ده ،كلك يقين دسړيتوب دي


***
سترګي تږي خوږيواځي حسين وكتل اسمان ته
وو،علي مسكي ولاړ،يي كتل ښكته ميدان ته
وي اي حسينه! زموږ وينه تل ده خداي ته بهيدلي
ستا نيكه اوبابا دواړوڅوڅوځله بيولي
اوربس اوردي اي بچيه ،چي پاكيږي پي فولاد
دشهيد وينه مستيږي ،تل په توره دجلاد
ټول جهان تياروكي ګيرو،خپل غيرت ايمان يي هيرو
چي بنده دبل بنده شي ،ډيرنسلونه كړي برباد


***
سردي وركه لكه نر،شير بچي دشير ببر
نه دښايست دي څوك ثاني شته نه دتوري برابر
اي بادشاه دشهيدانو،نره خانه دنرانو
ستامرګ هغه يادتازه كړچي هيركړي هرانسان و
ستا دژونداومرګ ټول ،ماته اوښوكربلاكښي
څه رنګين سروردي واچو  لااله الاالله كښي



مينه دغني دعقيدي په محراب كي ديوه ځليدونكي مشآل په توګه تل پاتي ځاي لري غني دميني ليوني ملنګ دي ،هغه ميني ته درسيدولپاره دسپيڅلي بغاوت منصوري لاره غوره كړي ،غني دخپل جانان په سترګوكي داسي ښكلي جهانونه ګوري چي دادنيا ورته هيڅ ښكاري
سترګودجانان كي زما ښكلي جهانونه دي
وادي خله دنيا زه وږي ستا ددنيا نه يم

سروراومستي هم دغني مينه ناكوهيلوته درسيدويوه بله رنګينه اورندانه لاره ده ،غني مستي اوحسن پرستي يوشان ګڼي ،دغني مستي دهغه رياضت اوعبادت دي ،غني دلازواله مستي په ناپايه درياب كي ځان ډوبول له عبادت نه اوچت بولي لكه چي وايي
اي دليونيانونيكه !لمونځ ښه كه مستي ښه ده
حسن جوړيدل ښه دي كه حسن پرستي ښه ده

دغني دميني درياب دنورد پلوشواوفانوسونورنګين اوناپايه درياب دي ،خوغني دغه مغرورليوني ،دخپل ټول غروراونرتوب سره چي ځان دنرانونربولي ديوه ملنګ په څير دميني پښوته ټيټيږي اودخپل غروراونرتوب رڼي اوښكي دجانان په پښوكي تويوي اوخپل غروردميني په سجدوكي خاوري كوي



ولاړومه په اوركي ماوي اورزما قسمت
لمبې دقسمت نه وي ،وي لمبې زما دنيت
نه ګل نه دلربا منم ،نه حسن نه بهار
يوستا دسترګوخيال منم اوستا دشونډوست
نه بخت اونه كمال منم ،نه توره نه جلال
يوستا دخنداراج منم ،بې تاج بې سلطنت
نه چل اونه تدبيرمنم ،نه عقل نه تقدير
يوزيړ دسپرلي ګل منم ،ضامن دياردپت
دغني په پاكه سينه كې د يوه سپيڅلي مومن ، مقدس اوله ميني ډك زړه پروت دي


كعبه جوړه ابراهيم كړه زه جوړكړي يم الله
وايه څوك لوي شو،اوچت شو،وايه وايه اي ملا؟


بل ځاي داسي وايي :
راته ښكاري جوړي ناست     په اسمان كي كيمياګردي
كله سره زركاندي خاوري       كله خاوري زركوي
ديرګلونه يي راغونډكړل         دجانان شونډي كړي جوړي
چي ددې ګلابوخاوري           په كوم ګل بهركوي
دتقوازرشپي كړي جمع
دعشق يوساعت ترې جوړكړي
څه په نازغني ته خاندي
چي دلبردلبركوي


دغني دشعرپه رنګينيوكي دخيام اومنصورسروراوغرورځانګړي ځاي لري داسروراو غرور هغه روښانه شمعي دي چي دغني دشعرګوټ ګوت يي روښانه او رڼا كړي دي
غني دخيام په هكله داسي وايي :


اي خيامه !ته تش غم يي ،تشه تيښته  تل فرار
ته دجام اوساقي ياريي ،يوخيشته رنګين انكار
عجيبه غوندي جنون يي ،نااميد اوبي قرار
ستا احساس دنن بنده دي ،په يوښكلي رنځ بيمار


***
ته لمبه يي دتلاش ودلټون اودارمان
زړه اوفكردخزان ،ښكلي ژبه دبهار
سردبحر سري چپي وي ،ډوب يي ويښ كي وي قرار
ته كشتي دګلوډكه ،سرسري دكشتي لار


***
انسان پلاردي دسبا،هم بچي دي دپرون
داهم جام دي هم ساقي دي ،چي وصال اوڅه بيلتون
دايوسازدي چي روان دي ،دااوازدسروكمال ته
يودرنګ څاڅكي چي ځغلي ،ځان رسئ دبوډي ټال ته


***
داستا غم خوڅه غم نه دي ،چي ډوبيږي په يوجام كي
داميدسپوږمي دپټه ،تورولړودماښام كي
په دي مست ښكلي دماغ دي ،تورخپورشوي دمرګ جال دي
دساقي جمال پټ كړي ،ستا دزړه نه بل جمال دي


***
يوه مسته اوشيرينه ،عجيبه دغم نغمه يي
دسروزيړوګلوډكه ،يورنګينه مقبره يي
غني په ښكاره دخيام له افكارو اغيزمن ښكاري لكه چي وايي :
جومات ته لار په ميخانه ګوره
په زيان كي سود دي شان جانانه ګوره
نيټه ده لنډه كارونه ډير دي
پوره به يي نكړي شي ځان له بانه ګوره
يوبل ځاي داسي وايي :
يوه توره شپه دغم كښي يوبڅري درڼا
زرغون په ډيرانه كښي ښايسته بوټي دلالا
دويري تورځنګل كښي يوه زركه په خند ا
يوڅاڅكي داميد دنااميدوپه دنيا
رنګين دبوډي ټال دتوروشګوپه صحرا
مستي ده كه ځواني ده كه دلبردي كه الله


دغني ټولي منډي ،اوښكي ،چغي اوفريادونه جانان ته رسيدل دي اوپه دي لاره كي سرښندل دي ،غني مينه حقيقت ګڼي اوحسن دحقيقت سايه لكه چي وايي :
ستوري ته اسمان يوه ورځ ووې هلال
خداي ادم له مينه وركړه موږ له تش جمال
زه به په خنداوركړم داخپل ښايست دكمال
ماله كه يوڅاڅكي مينه راكړي څوك په سوال
مينه حقيقت حسن سايه دحقيقت ده
حسن له زوال شته ،مينه نه لري زوال
غني دمنصورپه هكله داسې وايي :
خوش نصيبه خوش قسمته وي منصوره
خلقوجوړكه درله دارڅه مزيدار
ماراوړي دي زړګي كښي له ازله
هم منصورهم يي سروراوهم يي دار
وايه وايه د رندانو بابا وايه
دازموږ غوندي دوركو،كومه لار ؟
غني دميني اودرد يوفلسفي شاعردي دهغه خيال دهغه ارمان اودهغه احساس اودرد
د ليوني فلسفي هغه رنګين سمندر دي چي هرڅوك دخپل عقل اوخيال په اندازه تري لپي ډكوي په لاندي شعركي دغني دخيالونوډيرښكلي تصويرونه راغلي دي
وا يه   و ايه   ملا   جانه    !           ژوند تپوس دي كه جواب
ژوند وصال دي كه جنون دي            كه   ارام  كه   اضطراب
ژوند   امام دي كه ګلفام دي          كه ممبر دي كه محراب
كه يومست غوندي جهان كښي         رنګين خوب دي دسراب
كه لمحه دنورګټل دي
ددي تورتاريك جهانه
ژوندتپوس دي كه جواب دي
وايه      وايه        ملاجانه  !
ژوندفرعون دي اوغروردي               كه جنون دي اوسروردي
د نمرود دزرو  تخت دي                  كه رنګين مرګ دمنصوردي
داحسين موسكي موسكي دي     كه يزيد مست په غروردي
دابهاردي ،كه ګلاب دي ،لږپټ شوي دخزانه
ژوندتپوس دي كه جواب دي ،       وايه وايه ملاجانه !


ژونديومست دميوجام دي             كه يومات دغم كچكول
ليوني مخ دخيام دي                   كه هوښيار مخ دبهلول
يورنګين باغ دګلونو                      كه داوردازغوشپول
كه يوتيښته اوفراردي
تښتيدل دي له خپل ځانه
ژوندتپوس دي كه جواب دي         وايه  وايه ملاجانه !


دغني درنګينوخيالونوڅونمونې په لاندې ډول وړاندي كيږي:


هغه ده سپوږمي دونوڅوكوكښي مسكي شوله
پاڅيږه لاليه !اوس دباغ دګرځيدودي وخت
مرګه صبروكړه لږڅه اورمي په وجودكي شته
ډيرمي دي سوځلي اوس زما دسوځيدودي وخت


***
كله مخ زه په قبله كړم كله كړم مخ وجانان ته
هيڅ په فرق يي پوه نه شوم ربه !خيرمي كړي ايمان ته
هغه ورځ چي خلق پيداشو،دخالق په تجلي شو
زه وم پروت مخمورمشكوره په سجده مخ دجانان ته


***
زه يم ناست ځان له جانان يوتصوركي جوړومه
كله يي سترګي تورومه ،كله يي شونډي ښكلومه
مرګه ځه چيرته روكيږه زه لانه يمه وزګار
خم درنګ كي لاخمارشته زه تري لپي ډكومه


***
ربه داسي ليوني شوم په يوخيال باندي مين شوم
ځم ډوبيږم سمندركي په يولال باندي مين شوم
ربه !داڅنګه مستي ده چي جانان مي په كښي ورك كړ
كه په مخ دياردسترګوپه دلال باندي مين شوم


داشعردغني خان ډير مشهوراورنګين شعردي چي دادي تاسوته يي ددي بحث په وروستي برخه كي وړاندي كوم :
دسيند دسپينوشګونه مي جوړكړلومحل
دې ټول خرګي جهان ورته حيران حيران كتل
***
قالين مي په كي خوركړودسروپاڼودګلاب
اوچت يي ديوالونه ووسازونودرباب
بيا رنګ مي ورله وركړودخوبونودشباب
هرګل مي ورله راوسته ماليارمي كه بلبل
دې ټول خرګي جهان ورته حيران حيران كتل
***
نرګس مي په غيږراوړهم ميلمه مي كړ رامبيل
دڅانګودشبنم نه مي ښايسته جوړكړاميل
نسيم په خنداراوړل زيړګلونه دچامبيل
شراب مي ورله وركړل بيا داوښكودبلبل
دې ټول خرګي جهان ورته حيران حيران كتل
***
يوازي زه بادشاه ومه په سرمي تاج دغم
په خواكښي مي دلبره وه مسكي سترګي پرنم
په غاړه يي اميل ښايسته دڅاڅكودشبنم
ماشومه نازنينه پاكه ښكلي لكه ګل
دې ټول خرګي جهان ورته حيران حيران كتل

*

.