کور / شعر / في البديهه مشاعره

في البديهه مشاعره

د رفيق مهران،فريد احمد تسکين،رحيم سکندر او هجران احمدزي في البديهه مشاعره

اوس خو په قدم قدم کې ته راته يادېږې

خدای ج دې داسې وکړي چې هېڅ نه راته يادېږې

مهران

هسې له ځوانۍ غربته سر يم په سيالۍ کې

سترګې مې پرې مړې دي نوره ښه راته يادېږې

سکندر

دا د ژمي شپه ګوره او ته مسافر ورک یې

راشه ګرانه کيږي مې ساړه راته ياديږي

هجران

زه به ومه ته به وې مستۍ به مو کولې

ګورمه د خپل کلي واړه راته يادېږې

تسکين

ډېر پخوا پر غاړه د چينې درسره ناست وم

اوس چې چېرته وګورم اوبه راته يادېږې

مهران

حسن دې په تېر اخرتعبير ته ملا تړلې

کله د شپې پای کې شم وېده راته يادېږې

سکندر

ځان سره توبه کړم چې دې نور نه يادومه

کله چې شم سر پر څنګانه راته يادېږې

هجران

ستا د راتلو زېری دی که بل څه دي جانانه

خدای ج خبر چې ولې او په څه راته يادېږې

تسکين

ياره خوله ګنډلې زمانه کې مې ژوندون دی

نوم دې اخيستی نشم په خوله راته يادېږې

مهران

ماچې له تا درس ويلې بکسه مې پر رقيب راوړه

بار به کتابونه وو پر خره راته يادېږې

سکندر

بيابه لارې بندې وي زما خو اندېښنه ده

واوره يې نېولې ده پر غره راته يادېږې

مهران

ښکلی يم له ما يې هم ورخ وړی سکندره

ځان مې دی چيچلی لکه زه راته يادېږې

سکندر

زه لوګی بانه کړمه په تاپسې ژړېږم

ناسته يم په ژۍ د تناره راته يادېږې

۱۳۹۱/۹/۱۳ ليندۍ

د هجران احمدزي جونګړه