کور / تازه خبرونه / روزګان: ۴ تنه طالبانو وژل سوي او ۲ نيول سوي دي

روزګان: ۴ تنه طالبانو وژل سوي او ۲ نيول سوي دي

د اروزګان ولايت د چهارچينو په ولسوالي كي د عملياتو پرمهال ۴ تنه وسله وال مخالفين وژل سوي دي .
د روزګان د امنيه قومانداني وياندي فريد عايل وايي چي عمليات د پوليسو او ايساف ځواكونو له لوري ددي ولايت د چهارچينو ولسوالي د وان په سيمه كي تر سره سوي چي پرمهال يي ۴ وسله وال طالبانو وژلي دي .
د عايل په خبره چي د عملياتو پرمهال دوه تنه وسله وال طالبانو د وسلو او مهماتو سره نيول سوي هم دي .
د پيښي په اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه ندي ويلي